د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان د افغانستان د شلو اورونو د لوبډلې کپتان شو


راشد خان د افغانستان د کرکټ یو مشهور لوبغاړی دی
راشد خان د افغانستان د کرکټ یو مشهور لوبغاړی دی

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې مشهور لوبغاړی راشد خان د افغانستان د کرکټ د شلو اورونو د لوبډلې کپتان شو.

د کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي دي چې نجیب الله ځدراڼ به د راشد خان مرستیال وي.

اعلامیه وايي: «راشد خان د کرکټ د نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی چې د هغه تجربو، کاکرده ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري چې په راس کې یې عمومي مشر فرهان یوسفزي قرار لري، د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه انتخاب شو.»

په اعلامیې کې همدغه راز راغلي‌ دي افغانستان به په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لوبو کې د انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو سره په (B) ګروپ کې ځای لري، چې د دغه ګروپ دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو څخه وروسته له یاد ګروپ سره یوځای شي.

ټاکل شوې چې د شل اوریزه لوبو نړیوال جام به د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.

تر راشد خان مخکې حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو او ټست لوبو کپتان ټاکل شوی و.

تر حشمت الله شهیدي‌ او راشد خان مخکې اصغر افغان کپتان و چې څه موده مخکې له کپتانۍ څخه لېرې کړل شو.

XS
SM
MD
LG