د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو سازمانونه: طالبان باید د بشري حقونو د مدافعانو او خپلو مخالفانو ځپل پای ته ورسوي


د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو یو شمیر ملاتړو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو او ملاتړو د ځپلو په اړه اندیښنه ښودلې او د طالبانو ددغو اقداماتو پای ته رسیدلو باندې یې ټینګار کړی دی.

"افغانستان کې د بشري حقونو ایتلاف غړي" په نوم د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو په ګډون ددغه ایتلاف غړو د چهارشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۲۶ (ثورشپږم) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، طالبانو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ځپلو لپاره په پرله پسې ډول پر دغې ډلې د انتقاد کوونکو د غږونو د خاموش کولو په برخه کې خپل اقدامات زیات کړي دي.

دغو سازمانونو په افغانستان کې د "طالبانو له خوا په خپلسر" نیولو په دوام په ځانګړي ډول د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، د "هم وطن "په نوم د یو فرهنګي او هنري مرکز مسول سید محمد حسیني، لیکوال او شاعر کاظم امیني او د "قلم لار" د مرکز مشر او د نجونو د زده کړو ملاتړي مطیع‌الله ویسا، نیولو ته اشاره کړې او د طالبانو په بند کې د هغوی په ناڅرګند برخلیک باندې اندیښنه ښودلې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په خپلو زندانونو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو د شمیر او برخلیک په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو څه موده دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې مرتضی بهبودي د طالبانو په بند کې دی او هم یې د مطیع‌الله ویسا د نیولو په اړه ویلي و، چې هغه بهرنیو هیوادونو سره د مشکوکو اړیکو لرلو له امله نیول شوی دی.

د بشري حقونو د ایتلاف په اعلامیه کې ویل شوي: "وروستۍ نیونې د افغانستان د مدني ټولنې د پراخو ځپلو لپاره شوي... دا وروستۍ نیونې د هغو کسانو پر وړاندې یو څرګند او د غچ اخیستلو اقدام دی، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل نظریات څرګند کړي دي او په سوله ییز ډول یې د طالبانو پر سیاستونو او کړنو اعتراضونه کړي."

ددغه ایتلاف غړو د طالبانو څخه غوښتي، چې ټول هغه کسان، چې ددغې ډلې په بند کې دي ژر تر ژره او پرته د قید او شرط څخه خوشې کړي.

همداشان ددغه ایتلاف غړو ویلي، چې طالبان باید ژر تر ژره د نیول شویو کسانو د ساتنې ځای په اړه معلومات وړاندې کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" دا ډاډ ترلاسه شي، چې د ټولو بندیانو سره د ملګروملتونو د معیارونو پر اساس چلند کیږي او هغوی خپلو کورنیو غړو او مدافع وکیلانو سره په منظم ډول د ملاقات اجازه ولري او همدارنګه روغتیايي مراقبتونو ته چې که اړتیا ولري ورته برابر شي."

په تیرو څو میاشتو کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون د بشري حقونو نړیوالو سازمانو په پرله پسې ډول له طالبانو له زندانونو څخه د مدني ټولنې د افغان فعالانو د خوشې کیدو غوښتني کړي دي، خو طالبانو دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی او د رپوټونو له مخې یې لا هم د مدني فعالانو نیولو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول پر خلکو په ځانګړي ډول پرښځو اونجونو باندې د تعلیم او کار په ګډون بندیزونه لګولي، چې د نړیوالې ټولنې د غبرګونونو سره مخ شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن روزا اوتنبایووا، د روانې میاشتې اپریل په سر کې د ملګروملتونو امنیت شورا ته وویل، چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د ښځو د حقونو د ځپلو په برخه کې تر ټولو ځپوونکو هیوادونو په سر کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG