د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د بشري حقوقو د کمیسون د غړیو په سر جنجال


د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون یو کمیشنر عبدالرحمن هوتک وایي، چې د یاد کمیسیون د راتلونکو نهو کمیشنرانو ټاکلو لپاره دوې کمیټې په کار ګمارل شوي دي، چې لومړۍ کمیټه کې د کمیسیون په خوښه د یو شمیر بنسټونو استازي دي، چې جوړښت او پریکړې یې غیر عادلانه دی.

ښاغلي هوتک د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د نهو کمیشنرانو بستونو لپاره له ۳۸۰ کسانو آزموینه واخیستل شوه چې وروستي پړاو کې یې اتیا کسان بریالي شول، خو دغه شمیر کې قومي ترکیب دوې ته د منلو نه دی. هغه وویل »"په یو اتیا کسانو کې لس پښتانه دي، همدومره لږ یا ډیر تاجیک راغلي دي، یو یا دوه ازبک او دا نور قومونه راغلي دي، له دې څخه علاوه اکثریت هغه کسان راغلي دي چې د ګروه کاري کارمندان دي اوس عملا په هماغه بنسټونو کې کار کوي او یا د کمیسیون کارمندان دي".

ښاغلي هوتک زیاته کړه، چې د ولسمشر د ۹۰۵ حکم له مخې دواړه کمیټې د کمیشنرانو په ټاکنه کار کوي خو زیاتوي، چې لومړۍ کمیټه باید لغو شي.هغه وویل«"د لومړۍ کمیټې کار باید لغو اعلان شي او د مدني ټولنې بې پرې او متخصصو استازو په مشوره موجودو فکري ، قومي او جغرافیایي واقیعتونو تخصص او تعهد سره نوی لست جوړ شي".

خو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا وایي، چې کمیسیون د دغې کمیټې په ټاکلو کې هیڅ نقش نه درلود او د کمیټې غړي د مدنې ټولنې د سکرتریت لخوا معرفي شوي دي.

د یاد کمیسیون ویاند بلال صدیقي امریکا غږ ته وویل، چې د لومړۍ کمیټې غړي د مدني ټولنې لخوا دغه کمیسیون ته معرفي شوي او دوې په آزموینه، انټرویو او د نمرو په ورکړه کې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې.بلال صدیقي زیاته کړه»"ددې لپاره چې کمیسیون او د کمیسیون دارالانشا ددې مسولیت درلود، چې سکرتریت ته یوه شعبه، کاغد او کمپیوټر د دوې په اختیار کې ورکړي او یوازې تخنیکي مرسته مو ورسره وکړه، نور موږ په امتحان کې، په انټرویو کې او په نومره کې په دې شیانو کې کمیسیون قطعا لاسوهنه نه درلوده".


د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نهه کمیشنران لري، چې هر کمیشنر د پنځو کلونو لپاره کار کوي.د دغه کمیسیون د دریمې دورې له پای ته رسیدو وروسته، ولسمشر د نویو کمیشنرانو ټاکلو لپاره اوه کسیزې او پنځه کسیزې کمیټې وټاکلې.

XS
SM
MD
LG