له نن څخه شاوخوا ۱۰۷ کاله مخکې د افغانستان د هغه وخت پاچا امان الله له بریتانوي استعمار څخه افغانستان مستقل اعلان کړ او د خپلې بهرنۍ تګلارې ازادي یې واخیسته.
افغانان هرکال د اګست ۱۹مه چې د زمري ۲۸مه نېټه کېږي، د افغانستان د استقلال د ورځې په توګه نمانځي.
شاه امان الله د کابل د عیدګاه په جومات کې د استقلالیت اعلان وکړ.
د طالبانو حکومت، که څه هم د شاه امان الله د تګلارې برعکس، د ښځو او نجونو په تعلیم، کار او سیاسي مشارکت بندیزونه او محدودیتونه لګولي، دا ورځ یې په رسمی تشریفاتو کې ونمانځله او ځینو مقاماتو یې د دفاع وزارت په ودانۍ کې د ازادۍ په څلي باندې د ګلونو ګېډۍ کېښودې.
په رسمي تشریفاتو او غونډو سربېره، د افغانستان ځینو سیاسي څېرو هم دا ورځ په یو ډول نه یو ډول نمانځلې او افغانانو ته یې مبارکي ویلې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې د هغه د جمهوري ریاست په مهال به دا ورځ په افغانستان کې په رسمي مراسمو، لویو او کوچنیو، غونډو، جشنونو او کنسرتونو نمانځل کېدله، ویلي، چې د استقلال د اهدافو ساتل او پالل مهم دي.
هغه په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې افغانستان یوازې هغه مهال د استقلال له امتیازاتو څخه برخمن کېدای شي، چې د نړیوالې ټولنې مسئول او باوري غړی وي او په نړۍ کې ښه او د درناوي وړ موقف ولري.
که څه هم ښاغلي کرزي د طالبانو حکومت نوم نه دی اخیستی، خو نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې هغوی نه د طالبانو حکومت او نه هم کوم بل بنسټ د افغانستان د رسمي حکومت په توګه پېژني.
په ښاغلي کرزي سربېره، د افغانستان د جمهوریت د دوران د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د دغې ورځې مبارکي افغانو ته ویلي او په خپل ایکس کې یې هیله کړې ده چې یووالی، وحدت او یو موټي توب د افغانانو په نصیب شي.
د افغانستان په مخکښو سیاسي څېرو سربېره، په کابل کې د متحدو ایالتونو مخکني سفیر او د سولې په چارو کې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم افغانانو ته د دغې ورځې مبارکي ویلي.
دغه افغان امریکایي دیپلومات لیکلي، د ده په یاد دي چې له خپلې کورنۍ او عزیزانو سره به یې دا ورځ په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې په جشنونو، کنسرتونواو نورو ځانګړو تفریحي پروګرامونو سره نمانځله.
دا مهال د طالبانو حکومت په افغانستان کې په موسیقۍ بندیزونه لګولي او په واکمنۍ کې یې د افغانستان د استقلال په ورځ هم نه کوم کنسرت وي او نه هم کوم ځانګړی جشن.
فورم \ دبحث خونه