د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه (اګست۱۸) د امریکا غږ افغانستان څانګې ته د یو ایمیل په ځواب کې لیکلي دي چې له افغانستان سره یې ټولې هغه مرستې ځنډولې، چې ممکن د طالبانو لاسونو ته ورشي.
وزارت په ایمل کې لیکلي دي: «د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونې سره ټولې هغه بهرنۍ مرستې ځنډولې، چې ممکن د طالبانو لاسونو ته ورشي.»
دغه وزارت لیکلي دي: «اجازه نه ورکوو د امریکا د مالیه ورکوونکو ډالر د طالبانو د ناوړه عمل ملا وتړي.»
ځینو نړیوالو رسنیو د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړی چې په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې ۱۱ میلیارد ډالر بشري مرستې شوې چې تقریبآ نیمايي یې متحدو ایالتونو ورکړي.
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړي مفتش (سیګار) د یو راپور په اساس، امریکا د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر د میاشتې څخه د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې له افغانستان سره ۳.۸ میلیارد ډالر بشري مرسته کړې ده.
ولسمشر ټرمپ تېرکال له افغانستان سره ټولې بهرنۍ مرستې، له دې کبله بندې کړې، چې د طالبانو لاسونو ته ورنه شي. د سیګار اداره هم د روان کال د جنورۍ په میاشت کې لغوه شوه.
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول، متحده ایالتونه طالبان یا کوم بل بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پيژندلی نه دی او وايي چې البان اوس یوه مشخصه نړیواله ترهګره ډله پېژندل کېږي او د طالبانو حکومت د «ناعادلانه نیونو ملاتړی دولت» دی.
فورم \ دبحث خونه