د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د هرو شپږو کسانو څخه د یو په کور کې ماشوم نه پیدا کیږي- څېړنه


د روغتیا نړیوال سازمان تازه څېړنه ښيي چې په نړۍ کې د هرو شپږو بالغو کسانو څخه د یو په کور کې ماشوم نه پیدا کیږي.

د دغې څېړنې په راپور کې چې د سه شنبې په ورځ اپریل ۴ خپور شو، د روغتیا نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې د ماشوم زېږولو دپاره روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی په بیړني ډول زیات شي.

دغه سازمان معلومه کړې چې په متوسط ډول د نړۍ ۱۷.۵ سلنه لویان د ژوند په یوه برخه کې د ماشوم د نه زېږېدو له ستونزې سره مخامخ کیږي. ددې سازمان د مشر تیډروس اډهانوم په وینا، په بې وزلو او بډایو هېوادونو کې دا شمېره تقریبا یو شان ده.

د روغتیا نړیوال سازمان دا قضیه په "سترو نړیوالو روغتیايي ننګونو" کې شامله کړې خو ویلي یې دي چې په یو شمېر هېوادونو کې په دې اړه د دقیقو شمېرو ترلاسه کول ګران کار دی.

د ماشوم نه کېدل معمولا د نارینه یا ښځې دپاره ناروغي ګڼل کیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې یې د عواملو او د ښځې او نارینه تر منځ د توپیرونو په اړه معلومات ندي ورکړل شوي.

خو د ۱۹۹۰ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د تر سره شویو ګڼو سروې ګانو کې څرګنده شوې چې دا ستونزه په نړۍ کې ډېره پراخه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د ماشوم زېږولو د وړتیا او مراقبت د څانګې مشر جیمز کیاري خبریالانو ته د سروې د پایلو په اړه وویل: "د راټولو شویو معلوماتو پر اساس موږ نشو ویلای چې په نړۍ کې د ماشوم د نه کېدلو ستوزه په پراخېدو ده او که په یوه اندازه پاتې ده." هغه زیاته کړه چې په دې اړه لا تر اوسه تحقیقات روان دي.

کیاري وايي، په نړۍ کې په میلیونونو خلک ددې ستوزې سره مخامخ دي. هغه زیاته کړه: "لا تراوسه ددې ستونزې په اړه کافي څېړنې ندي شوي، د بودیجې د کموالي له کبله یې د حل لازمې لارې چارې ندي موندل شوي. د ټولنیز داغ او لوړ لګښت له امله د نړۍ ډیر خلک د ماشوم د زیږون د پاره درملنې ته لاسرسی نلري."

ټولنیز داغ او نابرابري

د روغتیا نړیوال سازمان د جنسي او زیږون د روغتیا د څانګې مشره پاسکال الوټې هم کور ته د ماشوم د زیږون له ناتوانۍ سره تړلی ټولنیز داغ او په دې برخه کې درملنې ته د خلکو ناکافي لاسرسی په ګوته کوي.

هغې وویل چې "د ماشوم زیږولو دپاره درملنه د اکثره خلکو دپاره ډیره ګرانه ده" او دا یې په روغتیايي خدماتو کې د نابرابرۍ جدي ستونزه وبلله.

مېرمن الوټې وايي په ډېرو هېوادونو کې د ماشوم نه کېدل یو ټولنیز فشار دی او "میندواري د جوړو تر منځ او د ښځي دپاره مهم ګڼل کیږي."

هغې زیاته کړه: "په دې برخه کې ناتواني زیاتره وخت له ټولنیز داغ سره تړلې وي چې وروسته د خلکو پر رواني روغتیا اغېز کوي او د رواني فشارونو او ژور خپګان لامل کیږي."

الوټې وویل چې د ماشوم د نه کېدو په نتیجه کې ډیر وخت د جوړو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته کیږي او مشترک ژوند یې له مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر هېوادونو غږ کړی چې د ماشوم نه کېدو درملنه په هغو روغتیايي خدمتونو کې شامله کړي چې په عادي ډول یې خلکو ته برابروي.

ددې سازمان مسولینو ویلي چې له دې ستونزې سره د مخامخ خلکو د شمېر زیاتوالی ایجابوي چې پدې اړه چارواکي نور چوپه خوله پاتې نشي، څېړنې زیاتې شي او مصئونې، ګټورې او ارزانې درملنې ته د ټولو هغو خلکو لاسرسی یقيني شي چې اړتیا ورته لري.

XS
SM
MD
LG