د لاس رسي وړ اتصالات

د جاغوري او مالستان ۶۰ سلنه اوسیدونکي بې ځايه شوي


له دې هر څه سره سره ملګري ملتونه وايي د جګړو له کبله د بېځایه شویو خلکو شمېره د تېرکال د همدې مودې په پرتله کمه ده
له دې هر څه سره سره ملګري ملتونه وايي د جګړو له کبله د بېځایه شویو خلکو شمېره د تېرکال د همدې مودې په پرتله کمه ده

ملګري ملتونه وایي په ۲۰۱۸ کې په افغانستان کې نژدې ۲۹۰زره خلکو د جګړو له کبله خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته تښتېدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي د ۲۰۱۸ کال د پیل راهېسې (۲۸۹۸۶۷) افغانان له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

دغه سازمان وايي جګړو یوازې په تېرې یوې اونۍ کې (۶۶۳۵) افغانان بې ځایه کړي دي او د نورو علتونو له کبله بیا په تېرې اونۍ کې (۴۰۲۸۵) کسان بېځایه شوي دي.

د اوچا د نوي راپور په اساس په تازه بېځایه شویو کې یې ډېر د غزني د جاغوري او مالستان ولسوالیو دي چې بامیان او د غزني ښار ته تللي. اوچا وايي د دغو ولسوالیو ۶۰-۷۰ سلنه وګړي تښتېدلي دي. راپور نه دي ویلي چې دغه دوې ولسوالۍ څومره نفوس لري.

وسله والو طالبانو پر دغو دوو ولسوالیو تازه بریدونه کړي چې کابل یې د ځپلو لپاره سلګونه سرتېري او کمانډو استولي دي.

پر دې سربېره د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې د جګړو له کبله (۱۰۲۸) کسان د جلال اباد ښار او نورو سیمو ته تښتېدلي دي. پر جګړو سربېره سږکال بیا هم وچکالیو زرګونه افغانان د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ ویستي دي.

د دغه راپور په اساس بادغیس، هرات، غور او فراه هغه ولایتونه دي چې د وچکالیو له کبله په کې ډېر خلک نورو سیمو ته تللي چې وپايي.

اوچا، چې له دا ډول بېځایه شویو سره یې مرسته هم د کار مهمه برخه بلل کیږي، وايي چې په تېرې اونۍ کې (۱۷۲۹۱۸) بېځایه شویو خلکو سره بشري مرستې کړي دي.

له دې هر څه سره سره ملګري ملتونه وايي د جګړو، وچکالیو او نورو علتونو له کبله د بېځایه شویو افغانانو شمېره د تېرکال د همدې مودې په پرتله کمه ده. تېرکال دا وخت (۴۳۱۸۷۱) افغانان بېځایه شوي وو.

د اکتوبر په میاشت کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان بیړنیو خوراکي توکیو ته اړتیا لري او که مرسته ونشي نو له قحطۍ سره به مخامخ شي. په دوی کې یې سلګونه زره د بیسارې قحطۍ او وچکالۍ سره مخامخ دي.

څه موده مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې روانو جګړو یوازې د افغانستان په جنوب کې شاوخوا (۲۰۰۰۰۰) خلک بې ځایه کړي دي. په جنوب کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ایز دفتر یو چارواکي عبدالعزیز اکرمي امریکاغږ ویلي وو " په حدود د دوه لکو داخلي بېځایه شوي لرو، چې ښارونو ته راغلي چې د اوبو مشکل لري، د سرپنا مشکل لري او د کار مشکل لري."

په یادو ولایتونو کې ډېر بې ځایه شوي د هلمند دي، چې شمېر تر ۱۴۰زرو اوړي.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې د ۲۰۱۵ کال تر پای پورې د افغانستان او سوریې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې روانو جنګونو د بې ځای شویو خلکو او کډوالو شمېر ۶۵.۳ میلیونو ته رسولی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG