د لاس رسي وړ اتصالات

جانتن ټراټ: افغان لوبغاړي له انګلنډ سره سیالۍ ته چمتو دي


د افغانستان سر روزونکی
د افغانستان سر روزونکی

افغانستان د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تله ۳۰) د واشنګټن ډي سي پر وخت سهار اوه بجې د استرالیا د پرت په ښار کې د انګلنډ د کرکټ له لوبډلې سره سیالي لري.

دا د ۲۰۲۲ په روان شل اوریز نړیوال جام کې د دواړو هېوادونو لومړۍ لوبه ده. افغانستان او انګلنډ په وروستي ځل په ۲۰۱۹ کې په انګلنډ کې د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې مخامخ شوي وو چې انګلنډ ګټلې وه.

د افغانستان سر روزونکی جانتن ټراټ، چې خپله هم یو وخت د انګلنډ د ملي لوبډلې لوبغاړی و، له انګلنډ سره تر لوبې یوه ورځ مخکې خبریالانو ته وویل چې لوبډله یې له انګلنډ سره لوبې ته چمتو ده. هغه وویل چې لوبغاړو تمرینونه کړي دي او «لوبې ته چمتو» دي.

ښاغلي ټراټ د راشد خان او محمد نبي په ګډون د ځینو لوبغاړو نومونه واخیستل چې په خبره یې د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې لوبېږي او ښه لوبغاړي دي.

هغه د کپتان محمد نبي یادونه هم وکړه چې په تېرو دوو تمریني لوبو کې ښه وځلېده او سر روزونکي یې د هغه ځلېدل د افغانستان لپاره ښه وګڼل. هغه وویل چې محمد نبي له هرې لوبډلې سره وي، هغه لوبډله پرې ښه وي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان لوبغاړي تل ګټې ته لیوال وي او زیاته یې کړه چې په لوبډلې کې ښه استعدادونه هم شته.

تر ده مخکې د انګلنډ د لوبډلې کپتان جاز بټلر هم خبري کنفرانس کې د سبانۍ لوبې لپاره د خپلې لوبډلې د تیاریو خبره وکړه خو ویې ویل چې افغانستان ځینې ښه لوبغاړي لري او له هغوی سره ده د دوی لوبه اسانه نه ګڼي.

افغان لوبغاړو نن په ګډه تمرین وکړ او هیله لري چې سبا ښه وځلېږي.

د نړیوال جام په شپږمه ورځ لوبو کې ایرلنډ ویسټ انډیز او زمبابوې سکاتلنډ ته ماتې ورکړې او دواړه لوبډلې د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل. ایرلنډ به له افغانستان سره سیالۍ کوي.

XS
SM
MD
LG