د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې اختطاف او هدفمندې وژنې زیاتې شوي


د افغان امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبلې کې هم زیاتوالی راغلی
د افغان امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبلې کې هم زیاتوالی راغلی

ملګري ملتونه وايي طالب جنګیالیو تر هر وخت ډیر خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د ملکي تلفاتو شمیره لوړه ختلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، نیکلاس هیسم، د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته وویل چې د روان کال د فبرورې له ۱۵ د اپریل تر ۳۰ په افغانستان کې د اختطاف ۹۱ پیښې وشوې. په ګڼو پیښو کې وسله والو کسانو ملکي خلک وتښتول او د پیسو یا د بندیانو د آزادولو غوښتنې یې لرلې.

ښاغلي هیسم دغه راز وویل چې په همدې موده کې ۱۶۰ کسان په هدفمندو بریدونو کې ووژل شول. په وژل شوو کې ډیر سیمیز حکومتي چارواکي او نور مخور کسان وه.

که څه هم ملګرو ملتونو د اختتاف او هدفمندو وژنو پړه پر کومې ځانګړې ډلې نده اچولې خو وايي روان کال د طالبانو په بریدونو کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی هیسم چې په افغانستان کې د یوناما مشري کوي، ویلي چې د طالبانو د سږني عزم عملیاتو د پېل راهیسې د تیر کال په پرتله په امنیتي پیښو کې ۴۵ سلنه زیاتوالې راغلی دی.

د یوناما د راپور له مخې، ۷۱ سلنه جګړه ایزې پيښې د افغانستان په ناامنو سویلي او سویل ختیځو ولایتونو کې شوي خو شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته هم د جګړو لمن غځېدلې ده.

ملګي مرګ ژوبله

د ملګرو ملتونو د تازه شمیرو له مخې د تیر کال د لمړیو څلورو میاشتو په پرتله سږکال د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې ۶ سلنه ډیروالې راغلی دی. د فبرورې له ۱۵ د اپریل تر ۳۰، په افغانستان کې لږ ترلږه ۶۶۹ ملکي کسان په جګړو او چاودنو کې ووژل شول او تر ۱۴۵۰ ډیر ټپیان شول.

په وژل شوو کې ۱۳۸ او په ټپیانو کې ۳۸۸ ماشومان وه.

یوناما د ۵۳۴ ملکي خلکو د وژنې او د ۱۰۱۱ نورو د ټپي کیدلو پړه پر طالبانو اچولې او دولت پلوي ځواکونه يې د ۷۴ کسانو په وژلو او د ۲۲۸ په ټپي کولو کې پړه بللي دي.

ملګرو ملتونو د د وژل شوو طالب جنګیالیو په هکله څه ندي ویلي خو د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ډیریدلو خبر یې ورکړې دی.

افغانستان کې وسله والو نښتو او چادونو پداسې حال کې زور اخیستی چې ولسمشر غني له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي په لټه کې له پاکستان سره اړیکې تودې کړي دي.

XS
SM
MD
LG