د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ام د ترویجولو لپاره هڅې


لږ تر لږه درېیو ولایتونو ننګرهار، لغمان او هلمند کې د ام ونو د ودې لپاره زمینه مساعده ده
لږ تر لږه درېیو ولایتونو ننګرهار، لغمان او هلمند کې د ام ونو د ودې لپاره زمینه مساعده ده

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د امو ونو د ترویجولو لپاره یې په لغمان ولایت کې د دغې میوې بڼونه جوړ کړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د لغمان د درېیو ولسوالیو په کابو سل جریبه ځمکه کې یې د ام ۳۰۰ ونې کینولې دي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه نن پنجشنبه اګسټ۶ (زمری۱۶) امریکا غږ ته وویل: "دا په افغانستان کې د امو ونو د ترویج لپاره د هڅو پیل دی چې په یو شمېر ولایتونو کې یې ښه پایله ورکړې ده."

د امو ونې په مدیترانه یي یا نمجن اقلیم کې وده کوي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر اساس د افغانستان لږ تر لږه درې ولایتونه ننګرهار، لغمان او هلمند د دغې مېوې د ونو د ودې لپاره مناسب چاپیریال لري.

په افغانستان کې تراوسه د امو د میوې حاصلات نشته دي او له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه واردېږي.

دا چې د امو ترویجول به افغانستان د دغې مېوې په برخې کې پر ځان بسیا کړي او که نه د کرنې وزارت وايي چې دا به په راتلونکو کلونو کې څرګنده شي.

XS
SM
MD
LG