د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان غواړي د کیلو په تولید کې په ځان بسیا شي


افغانستان تېرکال ۱۱۲ ټنه کیله وارد کړې ده
افغانستان تېرکال ۱۱۲ ټنه کیله وارد کړې ده

د افغانستان د کرنې وزارت وايي په دغه هېواد کې د کیلو د بوټو او ونو د کینولو او ترویج یوه نوې هڅه پیل کړې ده.

د وزارت چارواکي وایي ​چې په روان کال کې په یو شمېر ولایتونو کې په امتحاني ډول د کیلو د بوټو او ونو کینول پیل کړي او معلومه شوې چې دا میوه په افغانستان کې ښه تولید کېدلی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونې چارواکي وايي چې افغانستان په ۱۳۹۷کال کې د شاوخوا لس میلیون ډالرو په ارزښت ۱۱۲ زره ټنه کیلې وارد کړې وې.

اوس د کرنې وزارت غواړي چې په کور دننه د کیلو تولید زیات شي او پر نورو هېوادونو یې تکیه کمه شي. د کرنې وزارت چارواکي وایي چې د افغانستان یو شمېر سیمې د کیلو د حاصل لپاره ډېرې برابرې دي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل "تر اوسه د کیلو د بوټو/ونو د کېنولو لړۍ په امتحاني ډول پر مخ ځي. د ختیځو ولایتونو په شمول، هلمند، هرات، بلخ او د تخار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دغو ونو/بوټو کېنول پیل شوي."

ښاغلي رستمي زیاته کړه "څېړنې روانې دي چې وګورو د کیلو د ونو کېنول په نورو کومو ولایتونو کې نتیجه ورکولی شي."

دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د کیلو د ونو کرلو او کینولو په اړه څېړنې پیل شوي. اوس مهال افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۷۵ سلنه کیلې له پاکستان او پاتې نورې یې له هند او ځینو عربي هېوادونو څخه واردوي.

د کیلو ونې تر ډېره په ګرمو او نمناکو سیمو کې ښه تولید ورکولی شي.

XS
SM
MD
LG