د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ۶۰ په سلو کې نفوس له ۲۵ کالو لږ عمر لري


Youth Survey Kabul
Youth Survey Kabul

د ځوانانو د وضیعت په باب د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یوه تازه سروې وایي په راتلوونکو ۵ کلونو کې به په افغانستان کې ۴ میلیونه د کار جوګه نوی نسل را وټوکیږي چې که په وخت یې غم و نه خوړل شي د ستونزو سبب کیدای شي.

یو این ایف پي ای ۲۰۱۴ کال کې د ځوانانو د حالت په اړه څېړنه کړې ده، او په خپل رپوټ کې وایي د افغانستان غټ اکثریت ځوانان تشکیلوي.

رپوټ زیاتوي چې د ځوانانو لویه ستونزه بې کاري ده او باید په راتلوونکو پنځو کلونو کې د دوی لپاره د کار زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق مشرې ډاکټرې انټ ساکس رابرټسن ددغه رپوټ د خپرولو په مهال وویل په راتلوونکو پنځو کلونو کې به څلور ملیونه نوي د کار جوګه نسل را وټوکیږي او د افغانستان د کار مارکیټ به ونیسي.

میرمن ساکس وویل ‪"‬ که په راتلوونکو پنځو کلونو کې د ځوانانو لپاره د کار موقع برابره نه شي، د کار محرومیت به دا ځوانان دې ته اړ کړي، چې هیواد بې ثباته کړي.‪"‬

د ملگرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د بې کارۍ ترڅنګ ځوانان د روغتیا او زده کړو له ستونزو سره هم مخ دي.

دوی وايي، که څه هم په سیاست کې د ځوانانو ونډه شته خو محسوسه نده او باید د لوړې کچې په ونډې کې برخه ورکړای شي.

د یو این ایف پي دا سروې چې د افغاني ټولنې ډيموګرافیک یا خلک پېژندنې سروې هم ده، څرګندويي، چې د پخوا په پرتله اوس د هغو انجونو چې عمرونه یې له پنځلسو کلونو کم دي، ودیږي او زېږدې کوي، را کم شوي دي.

بل لورته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال تیمور شاه اسحق زي وویل هر کال په افغانستان کې سل زره ځوانان ناوړه کارونو ته لاس اچوي، چې پکې له وسله والو مخالفینو سره یوځای کېدل هم شامل دي.

د ځوانانو دغه مرستیال وویل د ځوانانو ملي پالیسي یې تدوین او ترتیب کړې ده چې په اساس به یې د ځوانانو په لومړیتوبونو کار وشي.

ښاغلي اسحق زي وویل ‪"‬د ځوانانو په ملي پالیسۍ مو ډېر کار کړی دی، کليو ته تللي یو او ولسوالیو کې مونږ د ځوانانو ستونزې کتلي او دا پالیسي مو ترتیب کړې ده.‪"‬

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ددې راپور ترڅنګ یو بل راپور هم خپور کړ، چې د نړۍ په کچه د ځوانانو حالت یې څېړلی دی.

پدغه راپور کې راغلي، چې په نړۍ کې ۱.۸ ملیارده ځوانانو ډېرښت تر ډېره د ترقۍ په تعبیر اخېستل کېدی شي، خو که د زده کړو او مهارتونو د خپلولو موکې ورکړل شي.

یو این ایف پي ای وايي، د نړۍ د هرو لسو ځوانانو نه، نهه ځوانان په وروسته پاتو ملکونو کې اوسي

XS
SM
MD
LG