د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲۳۵۴۶ تنو ته لوړ شو


په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۲ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۲ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۶۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه جون۱۲(غبرګولې۲۳) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې په چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا وریروس د ۱۱۵۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۶۵۶ یې مثبت و.

یاد وزارت ویلي چې په دې سره په افغانستان کې کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۳۵۴۶ ته لوړ شو.

له دغو پېښو څخه ۳۲۶ په کابل، ۱۹ هرات، ۳۳ کندهار،۳۷ بلخ، ۱۷ پکتیا، ۱۶ ننګرهار، ۱۳ بادغیس،۷۳غزني،۱۲بغلان،۲۰ نیمروز،۱۸لغمان،۵سمنګان،۱۹ کونړ،۵فراه، ۸هلمند،۱۷ فاریاب،۸ جوزجان، ۱۰ سري پل. کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره یوه شپه او ورځ کې په شپږ ولایتونو هرات، کندهار، غزني، بغلان، هلمند او سري پل کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۴۴۶ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۲ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره ټول روغ شوو کسانو شمېر۳۹۲۸ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهارشنبې تر غرمې جون ۱۲(غبرګولې۲۳) پورې ۴۲۱۵۱۵ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اووه میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG