د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په خاوره د "پاکستان د توغندیو بریدونه بند" شول


د پاکستان د پوځ په بریدونو کې اته تنه عام خلک وژل شوي او څو تنه ټپي شويدي
د پاکستان د پوځ په بریدونو کې اته تنه عام خلک وژل شوي او څو تنه ټپي شويدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د دیپلوماتیکي هلو ځلو له کبله د پاکستان د پوځ لخوا د افغانستان په خاورې د توغندیو بریدونه په " عاجله توګه" بند شول.

وزارت په یوې اعلامیې کې چې نن، جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۷) خپره کړې ویلي چې د دغو توغندیو او راکټونو د بریدونو په هکله یې په کابل کې د پاکستان سفیر او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سره خپل جدي اعتراضات او اندیښنې شریکې کړي او د جدي عواقبو یادونه یې کړیده.

د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته ویلي چې دا شان بریدونه د دواړو هیوادونو په اړیکو منفي اغیزې لري.

د پاکستاني پوځ په بریدونو کې چې د کنړ ولایت په یو شمیر سیمو کې یې تازه کړیدي، اته عام خلک پکې وژل شوي او څو تنه ټپي شویدي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ددواړو هیوادونو د دفاعي چارو مسؤلین به ددې پیښو په هکله هر اړخیز تحقیقات کوي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان پوځ د کنړ ولایت د سرکاڼو، مروروې او مرکز اسعد آباد یو شمیر سیمې په راکټونو ویشتلي.

د پاکستان پوځ تقریباً درې کاله کیږي چې د ډیورنډ د کرښې په ۴۳۰ کیلو متره سیمې کې یې نظامي پوستې جوړوي، د اغزن تار لګوي او په یو شمیر ځایونو کې یې د خلکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره دروازې هم جوړې کړي.

افغانستان د پاکستان پدې اقداماتو څو څو ځله انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا کار د پولې دواړو غاړو ته پراته قومونه سره ویشي.

XS
SM
MD
LG