د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۳۹۸ کال ۴۱سلنه بودیجه امنیت او ۴۴ سلنه ملکي چارو ته ځانګړې شوې


د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر لسمه» د ۱۳۹۸ کال مالي بودیجه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.

د راتلونکې ۱۳۹۸ مالي کال لپاره ۳۹۹ میلیارډه افغانۍ بودیجه ټاکل شوې چې ۱۲۴ میلیارډه افغانۍ یې پراختیايي او ۲۷۵ میلیارډه افغانۍ یې عادي بودیجه ده.

ولسي جرګه وايي، د ۱۳۹۸ کال مالي بودیجه ۱۸۸ میلیارډ افغانۍ له داخلي‌ او ۱۹۹ میلیارډه افغانۍ یې له خارجي منابعو څخه تشکیل شوې ده.

له دې جملې څخه ۶۱ میلیارډ افغانۍ یې اختیاري او ۶۳ میلیارډه افغانۍ یې غیر اختیاري بودیجه ده چې د اخلي او بهرنیو منابعیو څخه پوره تشکیل کېږي.

پر همدې مهال د افغانستان مالیې وزارت له ولسي جرګې مننه کړې چې د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه یې پر وخت تصویب کړه.

مالیې ورازت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ملي بودیجې په سند کې د حکومت لوړیتوبونو ته په کتو سره ۴۱ سلنه د امنیت، ۱۴ سلنه د زیربناء، ۱۳ سلنه د پوهنې، ۹ سلنه د حکومتدارۍ، او ۸ سلنه د کرنې کلیو او پراختیا لپاره ځانګړې شوې ده.

مالیې وزارت
مالیې وزارت

دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د ۱۳۹۸مالي کال ملي بودیجه ۴۹ سلنه د کورنیو سرچینو او پاتې ۵۱ سلنه یې د بهرنیو سرچینو څخه تمویلیږي.

د افغانستان مالیې وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره شااوخوا ۳۷۷ میلیارډه افغانۍ بودیجه ټاکلې وه چې څه باندې ۱۱۱ میلیارډ افغانۍ یې پراختیايي بودیجه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت ادارې د تېرو ۱۸کلونو راهیسې نه دې توانېدلې چې خپل ټوله مالي بودیجه مصرف کړي چې له امله یې د ولسي جرګې او نورو بنسټونو لخوا تر انتقادونو لاندې راغلي دي.

د مالیې وزارت څو ورځې مخکې وویل چې د ۱۳۹۷مالي کال شااوخوا ۹۱ سلنه بودیجه یې مصرف کړې ده.

XS
SM
MD
LG