د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې په ګوزڼ د اخته ماشوم کیسه او اړونده ستونزې


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

په ګوزڼ ناروغۍ د اخته کسانو کورنۍ له نورو خلکو غواړي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین په تطبیق کې سستي ونه کړي او د دوو څاڅکو واکسین په ورکړې سره خپل ماشومان د ګوزن له ناروغۍ وژغوري.

په خوست ولایت کې په ګوزڼ د یو اخته شوي ماشوم پلار او کورنۍ وایي وروسته له هغې چې پوی شوي دا ناروغي درملنه نه لري نو خپلو ماشومانو ته پر خپل وخت د پولیو واکسین تطبیقوي.

د اوه کلن ماشوم رحیم الله پلار اسدالله ته یو کال وروسته ډاکټرانو وویل چې زوی یې پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی.

رحیم الله، د زیږد پر وخت روغ نړۍ ته راغلی ؤ خو په ټولنه کې موجودو بېلابېلو انګېرنو بالاخره دی هم لکه د نورو ډېرو غوندې شل کړ.

پلار ته یې ناسمه برېښېده چې خپلو اولادونو ته د پولیو واکسین وکړي. هغه پدې نه پوهېده چې د واکسین نه کول یې اولاد له دې برخلیک سره مخ کولای شي.

اسدالله وایي، کم پوهاوی، ډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه استوګنه او د پولیو رضاکارانو ته نه لاسرسی هغه لاملونه وو چې د زوی د دایمي فلج کېدو سبب شول.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "... رحیم الله په ۲۰۱۴ کال کې پیدا شوی دی، غلام خان سیمه کې مو ژوند کاوه او د میرانشاه په یوه شفاخانه کې پیدا شوی ؤ؛ موږ ته تر ډېره معلومات نه کېدل چې دی ګوزڼ ناروغۍ وهلی. وخت تېرېده او کال یا یو نیم کال وروسته هم بیخي له حرکت ولویده."

ګوزڼ ناروغۍ رحیم الله د نورو محتاج کړ، ښایي لاهم نه پوهېږي چې دی نو د کوچني ورور سلیم د اوږو بار هم دی.

د نوموړي کاکا، بیت الله هم پدې هکله اندیښنه وښوده او وایي چې د خوړو ترڅنګ د جامو او ځای بدلون یې ستونزمن کار دی خو چاره نه لري.

ښاغلی بیت الله وویل: "... واړو ته، ما ته، مور ته او پلار ته یې د جامې وربدلوو یا یې د مینځو پر وخت تکلیف دی. دی هم په تکلیف وي؛ نور واړه ماشومان چې د باندې وځي یا موټر راځي نو دی ډېر په تکلیف وي، وژاړي، خفه شي او د پاڅېدو هڅه کوي."

دا په یوه سنتي ټولنه کې د ګڼو له مېنځه د یو داسې چا کیسه ده چې د ناسمو انګېرنو ښکار شوې دی.

اسدالله وايي چې کله کله به یې اورېدل چې د پولیو واکسین پر ماشومانو بده اغېزه کوي خو اوس پوه شو چې دا یو ناسم تعبیر ؤ.

نوموړي دا هم وویل: "... ټولنه کې بېلابیل خلک ژوند کوي څوک د واکسین مخالفت کوي او نه یې لګوي او څوک یې مخالفت نه کوي؛ خو باید د کوچنیو ماشومانو واکسین وشي، که واکسین نه شي ممکن په راتلوونکې کې د ګوزڼ له دا ډول حالت سره مخ شي چې بیا درملنه یې ناشونې ده".

روغتیایي چارواکو او د ماشومانو د ملاتړ ادارو هم د دوی په کلي کې عامه پوهاوي ته تر هغې دوام ورکړ چې انکاري کورنۍ یې هم قانع کړې ترڅو خپل ماشومان د پولیو پر وړاندې په منظمه توګه واکسین کړي.

ډاکټر محمد حبیب شاه انصاري، د عامې روغتیا رئیس پدې هلکه امریکا غږ ته وویل: "... کله چې په دې کورنۍ کې د پولیو پېښه رامنځ ته شوه، له هغې وروسته اوس ټول ماشومان واکسین کېږي".

ښاغلي انصاري زیاته کړه، د روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو ایج او)، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق (یونیسیف) ادارې ټیمونه او په خپله د عامې روغتیا ریاست مربوط د ساري امراضو مسؤولین هلته تللي دي او په هغه سیمه کې یې عامه پوهاوی کړی ترڅو په راتلونکې کې د ماشومانو د معلولیت مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG