د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې ځنې کورنۍ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین له ورکولو ډډه کوي


آرشیف
آرشیف

روغتیا پالان او دیني عالمان په ټولنه کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین په تړاو له ناسم پوهاوي څخه سر ټکوي او ټینګار کوي چې دا به د ماشومانو لپاره ناوړه پایلي ولري.

دوی زیاتوي، یو شمیر ننګرهار میشتې کورنۍ د ګوزڼ واکسین د خپلو بچیانو لپاره ګټور نه بولي او له همدې کبله یې تطبیق ته چندان لیوالتیا نلري.

روغتیایي مسؤولین دا هم وایي چې په ننکرهار ولایت کې ځینې خلک په دې باور دي چې د واکسینونو په تطبیق کې د نورو هېوادونو ناوړه موخې نغښتې دي او د دې پر ځای چې ماشومانو ته ګته ورسوي هغوی ته تاوان رسوي.

د جلال آباد ښار دوه تنه اوسیدونکي بختیار احمد او توریالی وایي: "... لا تر اوسه هیچا د پولیو واکسین ګټې ندي ثابتې کړي. مونږ نه خپل ځانته او نه مو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړی او نه هم په پام کې لرو چې په راتلونکي کې دا کار وکړو، ځکه دا د لویدیځو هيوادونو یوه ناوړه موخه ده چې پر مونږ تپل شوې او مونږ ته بې اعتباره ښکاري."

خو ګڼ شمیر دیني عالمان او روغتيا پالان د دوي دا نظر ناسم بولي او وایې چې د پولیو د واکسین تطبیق د اسلام له نظره ممانعت نلري او ماشومانو ته پرته له ګټې څخه هیڅ زیان نه رسوي.

دوی ټینګار کوي چې د اسلام سپیڅلی دین خپل پلویان ځان ساتنې ته رابولي، نو په کار ده چې مونږ دا ډول لارښوونو ته غاړه کیږدو او د واکسین د دوه څاڅکو په ورکولو سره خپل تنکي ماشومان له ګوزن او دایمي فلج څخه وژغورو.

مولوي محمد ناصر سادات، د ننگرهار یو تن دیني عالم په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "... الله پاک په قرانکریم کې فرمایلي دي، ژباړه: خپل ځانونه له هلاکت څخه وساتئ."

دیني عالمان د دغه مبارک آیت تفسیر دا ډول کوي چي باید د هر ډول ناروغۍ پر وړاندې ځانونه وقایه کړو. مفسرین ټینګار کوي چې د واکسین تطبیق هم په دې لارښوونه کې شامل دی، ځکه واکسین د ناروغۍ د مخنیوي لپاره یو اړین ګام بلل کیږي.

ډاکټر حميدالله ننګیال، د کوچنیانو د داخله ناروغیو متخصص په دې هکله وایې، له بده مرغه لا هم په ټولنه کې د پولیو د واکسین د تطبیق پر وړاندې یو شمېر ناسم باورونه شتون لري چې د ماشومانو ژوند ګواښوي.

هغه وویل: "... ځیني خلک داسې اټکل کوي چې څو ځله د پولیو واکسین تطبیق په خپله ماشومان له فلج او معیوبیت سره مخ کوي."

د ډاکټر ننګیال په وینا، دا یوه ناسمه مفکوره ده او خلکو ته باید په دې هکله عامه پوهاوی ورکړل شي او هغوی باید پر دي وپوهول شي چې د پولیو هر کمپاین ګټور دی او باید پراخ هرکلی یې وشي.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونو دي چې لا هم پکې د ګوزن پېښې لیدل کیږي، او د هرې ورځې په تیریدو سره په ټولنه کې د پولیو واکسین پر وړاندې د ناسمو افکارو شتون او د خلکو د پراخ تګ راتګ له امله د نوموړې ناروغۍ د خپریدو ویره مخ په زیاتیدو ده.

XS
SM
MD
LG