د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د نفوس چټک زیاتوالی د اندېښنې وړ دی - راپور


د ملګرو ملتونو د نفوسو اداره وايي د افغانستان نفوس په چټکۍ سره زیاتیږي او دا کار ښايي په راتلونکې کې ددغه هېواد دپاره د ستونزو لامل شي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې په تازه سروې کې چې دوه اونۍ وړاندې خپره شوه، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۱ میلیونه اټکل شوی دی. دا اداره وايي، د افغانستان نفوس دا مهال په کال کې ۲.۲ سلنه زیاتیږي.

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه په کال کې د هېواد نفوس یوه سلنه زیاتېدل منل شوی معیار ګڼل کیږي، خو د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان نفوس تر دې معیار دوه برابره چټک زیاتوالی مومي.

دا چې د نفوس دومره زیاتېدل د افغانستان لپاره څه مانا لري، د ملګرو ملتونو د نفوسو د برخې چارواکې، سارا هرټوګ وايي: "د نړۍ یو له تر ټولو بېوزله هیواد په توګه، د افغانستان لپاره د نفوسو دومره زیاتېدل، په ځانګړي ډول د کوچنیانو د نفوس زیاتېدل، د هیواد لپاره ننګونې راپيدا کولای شي. ځکه دغه کوچنیان د صحي ژوند د تېرولو لپاره خدماتو ته اړتیا لري."

که څه هم ملګرو ملتونو د افغانستان یوه هر اړخېزه سرشمېرنه اعلان کړې، خو دغه سروې عملاُ په افغانستان کې نده ترسره شوې. یاده سروې تر ډېره د افغانستان په تړاو له نورو سرچینو او په تیرو څو کلونو کې د راټولو شویو شمېرنو پر بنسټ شوې ده.

د ملګرو ملتونو شمیرې همدارنګه ښيي چې په افغانستان کې د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې شمېر د ګاونډي هیوادونو په پرتله لوړ دی. مېرمن هرټوګ وویل: "زموږ د ۲۰۱۷ کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو کې ۶۳۸ میندې د زیږون پر مهال مري، پداسې حال کې چې دا شمېره په پاکستان کې ډېره کمه او یوازې ۱۴۰ ده."

اټکل دا دی چې که حالات دغه ډول دوام وکړي، په افغانستان کې به د زېږون پر مهال د ښځو د مړینې شمېره لوړه او د خلکو اوسط عمر به راکم شي.

د نړۍ د نفوس په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې د اندېښنې وړ بل ټکی په ډېرو هیوادونو کې د ځوانانو په پرتله د زیات عمر لرونکو خلکو د شمېر لوړیدل دي.

د ملګري ملتونه د نفوس ادارې په سروې کې راغلي: "له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې په افغانستان کې د ثانوي کچې په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو اندازه د هېواد د نفوس ۴۴ سلنه ښودل شوې."

راپور زیاتوي: "په ۲۰۱۹ کې د نړۍ د نفوس ۱۱ سلنه خلکو عمر له ۶۰ کلونو زیات وو. په ۲۰۵۰ کال کې په نړۍ کې به دا نفوس ۱۶ سلنې ته لوړ شي، او په هرو شپږو نفرو کې یو به یې له ۶۵ کالو زیات عمر لري. په ۲۰۱۹ کې د هغو خلکو چې عمرونه یې ۸۰ ته رسېدلي، ۱۴۳ میلیونه وو. په ۲۰۵۰ کې به د دوی نفوس درې چنده او ۴۲۶ میلیونو ته ورسیږي."

ملګري ملتونه وايي، د نړۍ نفوس به تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۸ میلیاردو واوړي او تر ۲۰۵۰ کال پورې یې ۱۰ میلیاردو ته د رسېدو اټکل شوی. ددغه سازمان د راپور له مخې، هر کال د نړۍ نفوس ۸۳ میلیونه زیاتیږي.

XS
SM
MD
LG