د لاس رسي وړ اتصالات

هڅه کوو نن د ټولو کارول شویو رایو شمېر اعلان کړو ـ د ټاکنو کمېسیون


د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ تر سره شوې
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ تر سره شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې د نن ورځې تر پایه په ټول هېواد کې د کارول شویو رایو شمېر اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ ویلي و، چې د رای ورکولو په ۳۷۳۶ مرکزونو کې ۲میلیونه ۱۹۶زره او ۴۳۶ تنو رایه ورکړې ده.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ د سې شنبې په ورځ د «تلې پر۹مه» خبریالانو ته وویل، چې تر دا مهاله د ۳۵۶ مرکزونو ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکزونو ته انتقال شوي دي او زیاته یې کړه چې کمېسیون پر ټاکلې وخت چې د «تلې ۲۷مه» کېږي د پایلو ابتدايي اعلان ته پوره چمتووالی لري.

په داسې حال کې، چې د «ثبات او همپالنې» او «دولت جوړونکي» ټاکنیز ټېمونه په تېرو ټاکنو کې د بریالیتوب ادعا کوي، د ټاکنو کمېسیون یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د پایلو اعلان یوازې د ټاکنو کمېسیون کار دی.

ننګ زیاته کړه:"چاته اجازه نه ورکوو، چې د خلکو ذهنونه مشوش کړي،د پایلو اعلان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کار دی."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ د «تلې پر شپږمه نېټه» تر سره شوې.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له امنیتي ګواښونو او تخنیکي ستونزو سره سره په ولسمشریزو ټاکنو د خلکو ونډه ستایلې ده.

نوموړي له اړوندو بنسټونو څخه غوښتي چې د پایلو د شفافیت او د ثبت شوو شکایتونو څېړلو ته پوره پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG