د لاس رسي وړ اتصالات

په ۳۷۳۶ مرکزونو کې د رای ورکوونکو شمېر اعلان شو


افغان ولسمشریزې ټاکنې د شنبې په ورځ تر سره شوې
افغان ولسمشریزې ټاکنې د شنبې په ورځ تر سره شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی د معلوماتو له‌مخې د رای ورکولو په ۳۷۳۶ مرکزونو کې ۲میلیونه ۱۹۶زره او ۴۳۶ تنو رایه ورکړې ده.

د ټاکنو کمېسیون پرون ناوخته د سپټمبر پر ۲۹مه «تلې ۷مه»په خپل ویب سایټ کې ویلي، چې د پاتې ۷۸۶ مرکزونو کې د رای ورکوونکو شمېر به هم ژر معلوم شي.

یاد کمېسیون ویلي، چې د نورو ۲۳۴ رای اچونې د مرکزونو په اړه لا تر دا مهاله کره معلومات نه لري.

کمېسیون ویلي:"د ټولو ۵۳۷۳مرکزونو له ډلې د ۷۸۶مرکزونو پایلې ډېر زر رارسېږي؛ خو له ۲۳۴مرکزونو دقیق مالومات نشته دي."

د ټاکنو کمیسیون مشر تابه یو ځل بیا د ټاکنو د شفافیت ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې پایلې به یې له ټاکلې مهالوېش سره سم اعلان شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ د «تلې پر شپږمه» نېټه تر سره شوې.

بلخوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله نن دوشنبه خبریالانو ته وویل، چې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د میزان میاشتې پر ۲۷ مه او وروستۍ پایلې د عقرب پر ۱۶مه اعلان شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم تېره ورځ وویل، د ناامنیو، تخنیکي ستونزو او یو شمېر نورو لاملونو له امله په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمرنګه وه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم تېره ورځ وویل، چې تر دا مهاله له یې ۲۲۷۵ ټاکنیز شکایتونه ثبت کړي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو شورا وايي، د ټاکنو بهیر له پیل څخه له ستونزو او زیانونو سره مخ و، چې په اړه یې اندېښنې راپورته شوي دي.

دغه شورا په یوې اعلامیې کې ویلي، چې ټاکنې د ولسواکۍ یو اصل دی او دوی به د ټاکنو کمېسیون لخوا د وروستۍ پایلو تر اعلان وروسته خپل دریځ اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG