د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: 'زمونږ رای زیاتې دي او راتلونکی حکومت به جوړ کړو'


د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ تر سره شوې
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ تر سره شوې

د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټکټ کاندید عبدالله عبدالله وايي، د شنبې ورځې په ولسمشریزو ټاکنو کې تر خپلو سیالانو زیاتې رایې وړي دي.

عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو له تر سره کېدو دوې ورځې وروسته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې ټاکنې دوهم پړاو ته نه ځي او زیاته یې کړه چې د نوموړي ټېم د ټاکنو ګټونګی دی.

نوموړي زیاته کړه، کوم معلومات چې دوی ته له ولایتونو څخه رسېدلي دي، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم رایې لوړې دي.

هغه وویل:" په ټاکنو کې زموږ رایه لوړه ده، په اوسني وضعیت کې ټاکنې دوهم پړاو ته نه ځي، د ثبات او همپالنې ټېم راتلونکی حکومت تشکیلوي، موږ ګټونکي یو الحمدالله."

هغه همدارنګه وویل، چې په تېرو ټاکنو کې د تر سره شوو درغلیو مخه باید ونیول شي.

عبدالله زیاته کړه، چې په یو شمېر ولایتونو کې ځینو دولتي چارواکو په ټاکنو کې مداخله کړې ده، چې د نوموړي په وینا د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د بایو مټریک پرته هېڅ رای ورته د منلو وړ نه دي او زیاته یې کړه، چې هغه کسان چې نومونه یې نه و ثبت شوي رایې نه منل کېږي.

هغه همدارنګه د ټاکنو په ورځ د ځینو تخنیکي ستونزو یادونه هم وکړه، چې د نوموړي په وینا باید نه وای رامنځته شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټېم لومړي مرستیال امرالله صالح له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې وویل، چې د دوی د معلوماتو له مخې دولت جوړونکي ټېم له ۶۰ نه ۷۰ سلنه رایې وړي دي.

بلخوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د کمېسیون لخوا د رسمي پایلو تر اعلان مخکې هېڅ یو کاندید حق نه لري، چې ځان ګټوونکی اعلان کړي، بلکې د پایلو د اعلان حق یوازې د ټاکنو کمېسیون لري.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمن ننګ خبریالانو ته وویل، چې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د میزان پر ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب پر ۱۶مه اعلان شي.

ښاغلي ننګ زیاته کړه، چې د شنبې ورځې ټاکنې د افغانستان په تاریخ کې رڼې او شفافې ټاکنې وې.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ د میزان میاشتې پر شپږمه تر سره شوې، دولت جوړونکی او ثبات او همپالنې ټېمونه د دغه ټاکنو مخکښ ټېمونه بلل کېږي، خو ګټونکی ټېم به د راتلونکې عقرب میاشتې پر ۱۶مه د ټاکنو کمېسیون لخوا تر اعلان وروسته معلوم شي.

XS
SM
MD
LG