د لاس رسي وړ اتصالات

کمېسیون: ممکن نن او یا سبا د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې نن او یا هم سبا چهارشنبه د ولسسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات نن سې شنبه «سلواغې۲۹مه» امریکا غږ ته وویل چې د دارالانشاء ریاست خپل راپور د کمېسیون رهبرۍ ته سپارلی چې په اړه به یې خپله پرېکړه اعلان کړي.

ښاغلي سادات وویل، که چیري په یاد راپور کې کومه ستونزه پیدا نشي وروستۍ پایلې به ډېر ژر اعلان شي.

هغه زیاته کړه: "پرېکړه همدغه ده، که چیري په دغه راپور کې کومه ستونزه او مشکل ونه اوسي،ممکن نن او یا هم سبا د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي."

تېره ورځ د یاد کمېسیون یوه کمېشنر محمد حنیف دانشیار بیا وویل چې کېدایشي وروستۍ پرېکړه په دری یا څلورو ورځو کې اعلان شي.

د افغانستان د شکایتونو کمېسیون دوې اونۍ مخکې د استېنافي اعتراضونو د څېړلو په اړه خپلې پایلې د ټاکنو له کمېسیون سره شریکې کړې چې پکې د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اساس د۱۳۷۶۳۰ مشکوکو رایو ۱۰ سلنه او ۱۰۲۰۰۰ تر وخت مخکې ثبت شوو رایو ۱۵سلنه بیا ارزولو غوښتنه شوې وه.

ښاغلي دانشیار وویل چې د ټاکنو کمېسیون ۹۰سلنه پرېکړو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له پرېکړو سره مطابقت لاره او ستونزه پکې نه وه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ولسمشر غني لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم او د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي وویل که ټاکنې د دوی په ګټه اعلان نشي د عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي حکومت به رامنځته کړي.

عبدالله عبدالله هم تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د ټاکنو د پایلو په اړه د ده او د « ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم د مشرانو دریځ یو او روښانه دی.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه په یو مطبوعاتي کنفراس کې وویل چې د اساسي او ټاکنیزو قوانینو په اساس په مشروع ډول د واک انتقال یوازې د خلکو لخوا د ټاکنو له لارې انتقالیږي.

هغه وویل، په ټاکنو کې ټول شکېل اړخونه باید د خلکو ارادې، د ټاکنو قانون او د ټاکنو خپلواکو بنسټونه ته احترام ولري.

XS
SM
MD
LG