د لاس رسي وړ اتصالات

د حامد الحق څرګندونو ته د حج او قافو وزارت غبرګون


حامد الحق ویلي چې افغان حکومت دي طالبانو ته تسلیم شي.
حامد الحق ویلي چې افغان حکومت دي طالبانو ته تسلیم شي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د پاکستان د حقانیه مدرسې د موسس مولانا سمیع الحق د زوی حامد الحق وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

حامد الحق پخپلو تازه څرګندونو کې له افغان حکومت څخه غوښتي چې وسله والو طالبانو ته تسلیم شي.

خو د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د نوموړي څرګندونې لمسونکي او د استخباراتي کړیو په لار ښوونه یې د افغانستان په چارو کې مداخله بللې ده.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي:"د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې کمزوري شخص ماشومانه خبرې په کلکه غندي او دا د ځينو استخباراتي کړيو په لارښوونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.ټولې نړۍ ته ثابته ده، چې د ګاونډي هېواد استخباراتي اداره د همدې مدرسو په واسطه تل زمونږ په هېواد کې جنګ ته لمن وهلې ده."

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د پاکستان د اسلامي نظریاتي کُنسل نه هم رسماً غوښتي چې د حامد الحق د څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ واضح کړي.

یاد وزارت ویلي چې دا باید روښانه شي چې نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان حکومت په استازیتوب کړي دي؟

حامد الحق اوس مهال په حقانیه مدرسه کې د خپل پلار مولانا سميع الحق ځای ناستی دی.

د هغه پلار د جمعیت علمای اسلام (سمیع الحق) ډلې مشر او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې په یو برید کې وژل شوی دی.

د هغه پلار د دفاع پاکستان کونسل مشري هم کوله. د هغه په ديني مدرسه کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون، په سلګونو افغان طالبانو زده کړې کړې دي او له همدې کبله سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار ويل کيږي.

مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و او درې کاله مخکې یې په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته ویلي وو چې د دوی په سیاسي اتحاد کې شاملې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي.

د افغانستان حکومت په وار وار دا خبره کړې ده چې د پاکستان په مدرسو کې افغانانو او نورو ته "افراطیت" ښودل کیږي او بیا له هغه ځای نه افغانستان ته د جنګ لپاره استول کیږي، خو پاکستاني چارواکي دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG