د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان امریکا ته یو ځل بیا په افغان سولې کې د مرستې ډاډ ورکړ


امریکایي چارواکو د دغه ملاقات په اړه معلومات نه دي ورکړي
امریکایي چارواکو د دغه ملاقات په اړه معلومات نه دي ورکړي

د امریکا متحده ایالتونو لپاره د پاکستان نوي سفیر علي جهانګیر صدیقي د دفاع وزیر جیمز متیس سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې خبرې کړي دي.

د پاکستان سفیر ویلي دي چې ښاغلي متیس ته یې ډاډ ورکړی دی چې هېواد به یې د افغانستان د سولې په بهیر کې رول لوبوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې ښاغلي صدیقي د امریکا دفاع وزیر ته د روانو حالاتو په اړه معلومات ورکړي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې هم خبرې کړي دي.

ښاغلي صدیقي ویلي دي "موږ توافق وکړ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګډ کار کول مهم دي. ما د پاکستان ژمنه بیا تازه کړه چې د سولې او بیا پخلاینې په بهیر کې به خپل رول لوبوي."

امریکايي چارواکو د دغه ملاقات په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو د دفاع وزارت په خپل ټویټر کې له پاکستاني پلاوي سره د ښاغلي متیس تصویرونه خپاره کړي دي.

پاکستاني چارواکي داسې مهال د افغانستان د سولې په بهیر کې امریکايي چارواکو ته د خپل رول خبره کوي چې امریکایي ډیپلوماتانو په قطر کې له طالب استازو سره د افغانستان د سولې په اړه مخامخ خبرې کړي دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې هم نوی حکومت راغلی او ولسمشر غني د دغه هېواد راتلونکي صدراعظم عمران خان ته مبارکي ورکړې او هیله یې ښودلې چې کابل-اسلام اباد به له یو بل سره همکاري زیاته کړي.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره تېرکال خپله تګلاره اعلان کړه چې په کې د پاکستان پر حکومت فشار راوړل شوي په خپلې خاورې کې د ترهګرو پناهځایونه وتړي او ترهګر وشړي.

واشنګټن پر اسلام اباد باندې خپلې ټولې مالې مرستې هم بندې کړي. علي جهانګیر صدیقي د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د امریکا لپاره د پاکستان نوی سفیر وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG