د لاس رسي وړ اتصالات

د پناه غوښتونکو ورځ؛ الله میر افغانستان ته په راستنېدو خوښ نه دی


د جون شلمه د پناه غوښتونکو نړېواله ورځ ده. په افغانستان کې دغه ورځ نن د بیلابیلو غونډو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې ګڼ شمېر اتباع یې نورو هېوادونو ته د پناه اخېستلو لپاره تللي دي.

د امریکا غږ خبریال د پناه غوښتونکو د ورځې په پلمه د کابل په ګوسفندرې کې له یو شمېر هغو افغانانو سره خبرې کړي دي چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

الله میر ۳۸ کاله د پاکستان په هریپور کې تېر کړل. هغه تازه افغانستان راستون شوی خو له راتلو خوښ نه دی.

الله میر وایې چې د جګړو له امله خپل کلي ته تللی نه شي. دی وایې په خپل هېواد کې د "بې ځایه شوي کس په څېر ژوند کوي."

یو ډېر شمېر افغانان د جګړو او ناخوالو له کبله نورو هېوادونو ته د پناه اخېستلو لپاره تللي دي. میلیونه نور افغانان په پاکستان او ایران کې د مهاجرت شپې ورځې سبا کوي.

شکریه چې له اوږدې کډوالۍ وروسته راستنه شوې په افغانستان کې د کاري فرصتونو د نشتون له وجې اندېښنه لري.

میرمن شکریه وایې چې له کوښښونو سره سره یې ځانته کار نه دی پیدا کړی.

XS
SM
MD
LG