د لاس رسي وړ اتصالات

'تیرو ۶ میاشتو کې څه باندې ۵ لکه افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي'


افغان کډوال له ایران څخه هیواد ته د ستنېدو پرمهال
افغان کډوال له ایران څخه هیواد ته د ستنېدو پرمهال

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان ۱۳۹۹ په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې پنځه لکه کډوال هیواد ته بیرته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال باهر رضا نن چهارشنبه سپټمبر ۲۳ (تلې دوهمه) امریکا غږ ته وویل چې د یادو کډوالو زیاته برخه له ایران څخه هیواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یوازې په تیرې وږې میاشتې کې څه باندې ۸۱زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راغلي چې په وینا یې سم نیمايي په زوره ایستل شوي دي.

هغه وویل چې هیواد ته په راستنو شوو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د کار لپاره ایران ته تللي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دغه موده کې شااوخوا ۱۰زره کډوال له پاکستان څخه هم بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله په تیرو شپږو میاشتو کې له اروپايي هیوادونه څخه افغان کډوال هیواد ته نه دي ستانه شوي.

خو نوموړي زیاته کړه چې تیر کال ۲۴۹ تنه له اروپايي او ۶۵۰۰ نور له ترکیې څخه افغانستان ته ستانه شوي وو چې په وینا یې یو شمېر یې په پخپله خوښه او یو شمېر یې په زوره له یادو هیوادونو څخه ایستل شوي وو.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایي چې هر بیرته ستنېدونکي کډوال ته هیواد ته د ستنېدو پرمهال ۱۲زره افغانۍ هم ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG