د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند: زموږ عسکر پاکستان ته نه دي اوښتي 


د افغانستان د ملي اردو سرتېري
د افغانستان د ملي اردو سرتېري

د افغانستان حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا رد کړه چې وايي د کونړ ولایت څخه لسګونه افغان سرتېري د پاکستان چترال سیمې ته اوښتي دي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري د پاکستان د پوځ هغه ادعا رد کړه چې ګنې لسګونه افغان سرتېري له کونړ ولایت څخه د پاکستان چترال ته پناه وړې او اوښتي دي.

نوموړي په کابل کې خبریالانو ته وویل :«دا رښتیا نه‌ده چې زموږ پوځي پرسونل دې کوم هېواد ته پناه وړې وي، هغه هم پاکستان ته. هغه حساسیت چې د افغانستان خلک، په تېره زموږ پوځیان‌یې د پاکستان په وړاندې لري ټولو ته ښکاره دی.»

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمری۴) په یوې اعلامیې کې وویل چې ۴۶ افغان سرتېري پاکستان ته اوښتي دي.

اعلامیه وايي چې د افغان چارواکو له پخلي وروسته د پاکستان پوځ دغو عسکرو ته اجازه ورکړې چې پاکستان ته واړوي.

اعلامیه وايي « د پوځي اصولو مطابق هغوی ته ډوډۍ او پناه ورکړل شوې او ضروري درملنه یې شوې ده».

پاکستان وايي د همدې میاشتې په پیل کې هم ۳۵ افغان عسکر پاکستان ته اوښتي وو چې بیا بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شول.

تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شوي وو چې یو شمېر افغان امنیتي او دفاعي عسکر د کونړ د ناړۍ له ولسوالۍ څخه وتلي دي، پاکستان وایي افغان سرتېرو له هغه وروسته چترال ته پناه یوړه چې امنیتي پوستې یې له لاسه ووتلې.

تر دې مخکې په شمال کې د طالبانو له یو لړ بریدونو وروسته سلګونه افغان سرتېري تاجکستان ته اوښتي وو چې بیا افغان حکومت په الوتکو کې بېرته کابل ته را انتقال کړل.

د پاکستان پوځ داسې مهال دا خبره کوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي. څو اونۍ مخکې وسله والو د طالبانو له لوري د سپین بولدګ له نیولو وروسته د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې د پاکستان پوځ افغان هوايي ځواک ته خبرداری ورکړی که یې په طالبانو هوايي بریدونه وکړل، له عکس العمل سره به مخامخ شي. پاکستان دا تورونه رد کړل.

تېره اونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور سلسله علي خېل اختطاف او له شکنجې وروسته پرېښودل شوه. افغان حکومت خپل سفیر او ارشد دپلوماتان له پاکستان څخه راوغوښتل. پاکستان وايي چې سلسله تښتول شوې نه ده، خو افغان چارواکي وايي دا څرګندونې د تحقیقاتو تر پای ته رسېدو مخکې دي. افغان حکومت وايي چې پاکستان د طالبانو ننګه کوي او د هغوی مشرانو ته یې پناه ورکړې ده، خو پاکستان دا تور نه مني.

XS
SM
MD
LG