د لاس رسي وړ اتصالات

ژنیو کې د افغانستان نمایندګي: د بشري حقونو د شورا د پریکنده عمل وخت رارسیدلی دی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوتو په شورا کې د افغانستان نمایندګي وايي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د دریو کلنو په تیریدو ددغه هیواد خلک لا هم په وحشتناک ډول د بشري حقونو له سرغړونو څخه کړیږي.

دغې نمایندګۍ د پنجشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۲۱ ( حمل دوییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړې پیغام کې ویلي چې افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو له پلوه په نړۍ کې یو ترټولو بد هیواد دی او په کار نه دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کسان چې ناهیلي شوي له یاده وایستل شي.

دغې نمایندګۍ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو په تناسب بشري حقونو شورا غبرګون نه دی ښودلی او ددغه هیواد د بشري حقونو د سیستم اعتبار یې کمزوری کړی دی.

د افغانستان نمایندګۍ ویلي: " وخت را رسیدلی دی چې د بشري حقونو شورا پریکنده عمل وکړي، د خپل ماموریت په برخه کې ځواب ورکوونکې اوسي او قربانیانو ته عدالت پلی کړي".

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوتو په شورا کې د افغانستان نمایندګي په ملګرو ملتونو کې ددغه هیواد د دایمي نمایندګۍ په څیر د پخواني جمهوري رژیم له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا اداره کیږي.

ددغې نمایندګۍ له نظره هغه څه چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تیریږي، کیدای شي د "جنسیت پر بنسټ په تبعیض" باندې بدل شي چې د همدې له امله د ښځو او نجونو ناسم بشري وضعیت د نړیوالې ټولنې همغږي غبرګون ته اړتیا لري.

دغې نمایندګۍ ویلي چې اوس ددې وخت را رسیدلی دی چې ددې شورا په لارښوونه د ټولو بشري حقونو د نړیوال درناوي د ترویج لپاره دعادلانه او برابر درناوي کړنلاره باندې عمل وشي او د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو وضعیت باندې غور وشي.

ژنیو کې د افغانستان نمایندګۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا، نږدې دوه اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې په افغانستان کې د خلکو د بشري حقونو څخه انکار په ځانګړي ډول د خلکو د فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو حقونو ته اشاره وکړه.

د یوناما مشرې وویل: " زده کړو او کار ته د ښځو او نجونو د لاس رسي څخه انکار او د عام ژوند په ډیرو برخو کې د هغوی ګوښه کول په پراخه ډول د ذهني او فزیکي زیان او د هغوی معیشت ته زیان رسولی دی. د اسلامي لباس (حجاب) څخه د سرغړونو په تور د وروستیو په خپلسر نیونو د بشري حقونو څخه نوره سرغړونه وه چې د ښځو او نجونو لپاره د لوی داغ سره مل وو".

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار طالبان په نړۍ کې د ښځو د حقونو په تړاو د ترټولو یو جدي بحران د رامنځته کیدو سبب ګڼي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلنو کې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو لپاره له ۸۰ څخه زیات فرمانونه صادر کړي دي.

د طالبانو حکومت له ۹۰۰ ورځو څخه زیاته موده کیږي چې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نږدې څوارلس میاشتو راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګروملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو مقاماتو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG