د لاس رسي وړ اتصالات

بنیټ: نړیواله ټولنه دې طالبانو سره تعامل کې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت د لا خرابیدو د مخنیوي او افغانانو ته د هیلې د ورکولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د بیړنو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ریچارډ بنیټ د پنجشنبې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۲۹ (کب لسم) په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځه پنځوسمې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په تړاو د خپل راپور د وړاندې کولو پرمهال ویل چې په دغه هیواد کې د طالبانو د اقداماتو له امله ښځې او نجونې له عام ژوند څخه څنډې ته شوي دي.

ښاغلي بنیټ وویل: " ښځې او نجونې د عامه ژوند څخه لیرې شوي، سوله ییز مخالفت نه زغمل کیږي، تاوتریخوالی او د تاوتریخوالي ګواښ د خلکو د کنټرول او د ویرې د خپرولو لپاره د معافیت د فرهنګ سره کارول کیږي".

هغه وویل چې دا اقدامات د اقتصادي او بشري بحران سره یوځای د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقونو څخه د انکار سبب شوي دي.

ښاغلي بنیټ وویل: " هلته د طالبانو له خوا په عام محضر کې اعدامونه، جسمي او فزیکي سزاګانې ترسره کیږي او د رژیم د مخالفانو په خپلسر (قانون بهر) د وژنو، بې درکه کیدو او شکنجې په اړه د اعتبار وړ رپوټونه شته دی. هغوی د تبعیضي چلند او ټولنه کې لکه د هزارګانو څنډې کیدو سره مخ دي".

ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځه پنځوسمې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په تړاو په خپل راپور کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي په اقداماتو کې د زیاتیدو یادونه وکړه او ویې ویل چې په دې اقداماتو کې د طالبانو له خوا په سختې سره د جامو د اغوستلو د پلي کولو اقدامات هم شامل دي.

ریچارډ بنیټ په افغانستان کې بنسټیز شوي سیستماتیک او په پراخه بڼه د جنسیت پربنسټ تبعیض بې مثاله وګڼه او ویې ویل چې اوس دا حالت د جنسیت ځورونې توجیه کولو کچې ته لوړ شوی چې "جنسیت پر بنسټ تبعیض"په توګه مشخص شوی دی. هغه وویل چې په دې اړه به نور معلومات د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې په راپور کې خپاره کړي.

ښاغلي بنیټ وویل: " زه د شپږم ټولګي څخه پورته د ښځو او نجونو پر زده کړو پر بندیز او په غیر دولتي موسسو او ملګرو ملتونو ادارو کې د ښځو پر کار په بندیز باندې ډیر خواشینی یم ".

هغه همداشان په افغانستان کې د ماشومانو بشري وضعیت او د همجنسګرایانو ټولنې وضعیت هم د یو خطرناک وضعیت په توګه یاد کړ.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د کار پر مهال د مدني ټولنې د فعالانو او خبریالانو خپلسر نیولو او په بند کې د اچولو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د طالبانو له خوا په خپلسر د مدني ټولنې د فعالانو او خبریالانو نیولو په دغه هیواد کې له وړاندې تنګه شوې مدني فضا دغو فعالانو لپاره څوک چې لا هم پاته دي نوره هم ټنګه کړې ده.

ښاغلي بنیټ وویل: " زه د زیات شمیر افغانانو اندیښنې شریکوم، کوم چې د اندیښنې وړ پرمختګونو سره سره د نړیوالې ټولنې د برخو ځینې یې داسې ښکاري چې د حاکمو مقاماتو (طالبانو) سره د اړیکو عادي کیدو په لور پرمخ درومي".

هغه وویل چې دا ډیره مهمه ده چې نړیواله ټولنه د اړیکو عادي کیدو په برخه کې ثابت قدمه اوسي او په دې برخه کې خپل اقدامات د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ پرمختګ د اړتیا پورې مربوط کړي.

هغه وویل چې که داسې ونشي نو په دې صورت کې به د اندیښنې وړ یو پیغام د ښځو د حقونو د ژمنو په اړه هرې خوا ته واستول شي. هغه د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

هغه وویل: " د یو داسې افغانستان لپاره چې هم پخپله په سوله کې ژوند وکړي او د خپلو ګاونډیانو سره زه پر طالبانو باندې یو ځل بیا غږ کوم چې د بشري حقونو په برخه کې دې خپلې کړنې ښه کړي او په خصوصي او عامې روغتیا په سکټورونو کې دې په کوچنیو لاس ته راړونو باندې لا پانګونه وکړي".

ریچارډ بنیټ ویلي چې بشري حقونه د دوامداره اوږد پایښته سولې لپاره د بنسټ ډبرې په څیر اهمیت لري.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي بنیټ د دغه راپور د خپرولو دمخه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو چلند تر پوښتنې راوستی و او ویلي و چې د افغانستان په اړه د بشر د حقوقو له موضوع څخه سوء استفاده کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG