د لاس رسي وړ اتصالات

هیدربار: ښځو د حقونو په اړه د طالبانو ژمنې هیڅ ارزښت نلري


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د بشري حقونو د څار سازمان په غیر حکومتي موسسو کې د ښځو د کار بیا پیلیدو په اړه د ناروې د کډوالو د شورا د عمومي منشي په څرګندونو شک ښودلی او ویلي دي، چې طالبان د یو نیم کال راهیسې د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو برخه کې همدا ژمنې کوي، خو تراوسه په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې میرمن هیدر بار ویلي چې طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم دغسې ژمنې کړې وې.

هیدربار د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۹ ( جوزا اتم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي: " ډیره زیاته هیله لرم، چې طالبان دغې لارې ته دوام ورکړي. خو دوی د یو او یو نیم کال راهیسې ښوونځیو ته د نجونو د بیرته ستنیدلو په اړه همداسې ژمنې کوي، مونږ په دې برخه کې د کوم پرمختګ نښه نه ده لیدلې – نور ځپوونکي اقدامات شوي او هغوی [طالبان] د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کلنو ترمنځ هم همداسې ژمنې کولې. د طالبان ژمنې هیڅ ارزښت نلري".


څو ورځې مخکې د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي په کندهار کې د طالبانو د ځینو چارواکو سره تر لیدو وروسته ویلي وو، چې دغه ډله په غیر حکومتي ادارو کې د ښځو د کار د بیا پیل لپاره "د لنډمهاله حل لارې" په لټه کې دی.‌

یان ایګلنډ، د مې ۲۴ (غوايي ۳) په ټويټر کې لیکلي چې په مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار تر پنځو میاشتو بندیز وروسته، نوموړي په کندهار کې د طالب مشرانو څخه اړمنو افغانانو ته د بشري مرستې د رسولو په موخه،‌ د ناروې د کډوالو په شورا کې د ښځينه کارکوونکو د کار د بیا پیل لپاره دمهالوېش غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ایګلنډ په دې خبرې باندې په ټينګار سره چې يوازې ښځې کولاى شي ښځو ته لاسرسي ولري او دغه اداره به يوازې د نارينه کارکوونکو په مرسته فعاليت ونه کړي، زياته کړه: " په کندهار کې د طالبانو مشرانو ويلي هغه لارښوونې چې ښځو ته اجازه ورکوي چې کار ته راستانه شي او د نجونو زده کړې بېرته پيل کړي، نږدې بشپړ شوي دي. موږ پدې برخه کې د ژر تر ژره پرمختګ غوښتونکې یوو، ځکه چې وخت په تېرېدو دی، لګښتونه او بودیجه راټېټه شوې او د خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي."

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ مه د یو مکتوب له لارې په غیر حکومتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه. طالبانو بیا د ۲۰۲۳ کال د اپریل په څلورمه د ملګروملتونو په دفترونو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه.

په غیر حکومتي ادارو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو په کار بندیز د نړیوالو غبرګونو سره دمخ شوی خو طالبانو تراوسه په دې برخه کې خپلې پریکړې ته بیا کتنه نه ده کړې.

د طالبانو د حکومت ددې پریکړې وروسته ځینو غیر حکومتي ادارو په افغانستان کې یا خپل فعالیتونه وځنډول او یا یې هم په هغو برخو کې، چې د مرستو رسونې په چارو کې ښځینه کارکوونکو ته اړتیا وه خپلې مرستې بندې کړې. ملګروملتو د اپریل په میاشت کې ددې ستونزې د څیړلو لپاره په قطر کې یوه غونډه جوړه کړه.

د ملګروملتونو عمومي مشني انتنیو ګوتیرش ددې غونډې په پای کې وویل، چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاقو د زیاتېدو، افغانستان د ثبات او په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د موجودیت او د هغوی د خطر په اړه اندېښنه وښوده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر خلکو په ځانګړي ډول پر نجونو اوښځو محدودیتونه لګولي دي.

په دې محدودیتونو کې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو د بندیز ترڅنګ په غیر حکومتي ادارو کې د ښځو په کار د بندیزونو ترڅنګ پر ښځو د سفر او له کور څخه بهر د حجاب د اغوستلو محدودیونه هم لګول شوي دي. طالبان وايي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ورکولو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG