د لاس رسي وړ اتصالات

درندو تلفاتو د افغان ځواکونو مورال کمزوری کړی؟


په تېرو څو ورځو کې لسګونه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ژوبل شوي دي
په تېرو څو ورځو کې لسګونه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ژوبل شوي دي

په دې تیرو څو ورځو کې د طالبانو په بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان پوځیان او پولیس وژل شوي دي.

په روان جنګ کې افغان امنیتي ځواکونه معمولاً تلفات لري خو پدې تیرو څو ورځو کې دا تلفات زیات شوي دي. د غزني په ګډون د افغانسان په یو شمېر نورو برخو کې یوازې پدې تیرو څو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو سره په جګړې کې وژل شوي او لسکونه نور ژوبل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ ( اګست ۱۵) په بغلان کې د طالبانو په برید کې شاوخوا ۴۰ امنیتي ځواکونه ووژل شول. خو افغان چارواکي وايي یوازې په غزني کې یې د طالبانو شاوخوا ۴۰۰ جنګیالي وژلي دي. په دې مانا چې د "بریدګرو تلفات" تر افغان ځواکونو زیات دي.

دا تلفات د ځواکونو پر مورال څه تاثیر لري؟

د افغانستان جمهوري ریاست وایي افغان امنیتي ځواکونه له درانده تلفاتو سره سره پیاوړې روحیه او مورال لري.

د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو له سختو بریدونو باوجود "دښمن" ته د جنګ میدان نه دی پرېښي او له خپلو خلکو او هېواد څخه یې دفاع کړې ده.

"دا منو چې افغان امنیتي ځواکونه تلفات لري، خو که تاسو دا ارقام د تېر او وړم کال له ارقامو سره چې، زموږ اووه قول اردوګانې په جنګ بوختې وې او هره ورځ مو تلفات درلودل، پرتله کړئ، تلفات مو کم شوي دي."

ښاغلي مرتضوي دقیق ارقام ورنکړل چې تېرکال څومره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي او سږکال دا شمېرې څومره دي.

د ارګ ویاند زیاته کړه چې افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره په جنګ دي او جنګ "قرباني غواړي".

د تلفاتو مخه نیول کېدی شي؟

د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي وایي چې افغان حکومت یو لړ ځانګړي پلانونه په پام کې لري چې په پلې کيدو به یې د ځواکونو تلفات کم شي.

"د بېلګې په توګه مخکې موږ په لېرو پرتو سیمو کې د یوې ولسوالۍ او بلې ولسوالۍ ترمنځ څو امنیتي پوستې درلودې چې ډېرې اسیب پذیرې وې. اوس غواړو دا ډېرې پوستې ختمې کړو او پر ځای یې قوي مرکزونه جوړ کړي چې اغیز به یې زیات او تلفات به هم ورسره کم شي."

هغه وویل چې د افغان ځواکونو لا ښه مجهز کول او د افغان هوايي ځواک لا غښتلي کول هم د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په کمولو کې مهم رول لوبولی شي.

په همدې حال کې د امنیتي چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې په نظامي برخه کې قوي مشرتابه او همغږي د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو مخه نیولې شي.

د امنیتي چارو کارپوه اسحق اتمر امریکا غږ ته وویل" تلفات د ځواکونو پر روحیې اغیز کوي. خو د رهبرۍ سالمه تګلاره دا تلفات کمولی شي."

نوموړي د طالبانو ورستیو بریدونو ته په کتو وویل چې طالبان غواړي له دې لارې د سولې په مذاکراتو کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.

د ۲۰۱۸ کال د مۍ په میاشت کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت قومندان جان نیکلسن وویل چې د تيرو پنځو کلونو په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د " دښمن" بریدونه ۳۰فیصده کم شوي دي. هغه ونه ویل چې " دښمن" (طالبانو) پنځه کال مخکې څومره بریدونه کړي وو او اوس یې څومره کړي دي؟

دغه امریکايي قومندان دا خبره هم وکړه چې د طالبانو د "الخندق" د عملیاتو د اعلان راوروسته د روان کال د فبرورۍ او اپریل ترمنځ میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې د ۱۰-۱۲ سلنه کموالی راغلی دی چې د هغه په خبره دا یو پرمختګ دی.

افغانستان دا مهال شاوخوا ۳۵۰زره امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې نړیوال یې تمویلوي.

XS
SM
MD
LG