افغانستان تمه لري چې د شانګهاي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه د اقتصادي پرمختیا او سیمه ایز امنیت لپاره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
د شانګهاي سږنۍ غونډه د روانې جون میاشتې په ۹-۱۰ د چین په کوربتوب جوړيږي. په پام کې ده چې د افغانستان په استازیتوب پدې غونډې کې ولسمشر محمد اشرف غني برخه واخلي.
ولسمشر غني د چین له دولتي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د خپلې شخصي تجربې په اساس د نړۍ په اقتصاد کې د چين مثبته ونډه ستایلې ده.
د یوه ناظر هېواد په صفت چې په آسیا کې یې موقیعت مهم بلل کیږي، افغانستان د شانګهاي سازمان په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي. په مقابل کې افغان حکومت غواړي چې د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د شانګهاي غړي هېوادونه خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
ولسمشر غني وایې چې د افغانستان د کانونو ارزښت تخمیناً درې تریلیونو ډالرو ته رسیږي.ولسمشر زیاته زیاته کړه چې "د ارزښت د زیاتولو او عرضې ځنځير د پراختیا لپاره ګډ دریځ مهم دی، او دا ډول همکاري به افغانستان د سوکالۍ عصر ته بوځي."
د افغان ولسمشر په وینا په هېواد کې یې د امنیت او سولې مسله ډیره مهمه ده.
ولسمشر ددې مطلب په بیانولو سره چې ترهګري په یو واحد هېواد کې محدوده نه ده په ټینګار وویل چې افغانستان تل د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالې مبارزې په لومړۍ کرښه کې و.