د لاس رسي وړ اتصالات

عابدي: د طالبانو او د بل هیواد ترمنځ خبرو ته اړتیا نشته


اجمل عبید عابدي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ولسمشر غني د افغانستان د دوستانو نه غوښتي چې د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې د مخالفو وسله والو سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړي.

ښاغلي عابدي وویل " د افغاسنتان رئیس جمهور زمونږ بین المللی همکارانو ته دمخه دا خبره ویلې وه او د هغوی نه یې دا غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د سولې د پروسې ملکیت باید د افغانستان د خلکو سره وي. اوهغوی هم دا خبره کاملا منلې وه."

ښاغلي عابدي وویل چې دا د افغاسنتان د ملي حاکمیت مسله ده. هغه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل کیدو په هکله خپاره شوي رپوټونه ناسم وبلل او ویې ویل چې دا یواځې آوازه وه. ښاغلي عابدي وویل "د طالبانو او د بل هیواد ترمنځ خبرو ته اړتیا نشته".

د افغانستان جمهوري ریاست وایي د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ په قطر کې د مذاکراتو د پیل په هکله د رسنیو رپوټونه "آوازې او گونگوسې" دي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو پر خپل پخواني دریځ باندې په ټینگار سره ویلي دي چې اوس هم افغانستان د بهرنیو سرتیرو تر اشغال لاندې دی او د کابل حکومت د امریکا سره امنیتي تړون لري.

طالبانو د رسنیو هغه رپوټونهرد کړل چې گواکې دې ډلې نن خپل استازي د سولې د مذاکرو لپاره قطر ته استولي دي.

طالبانو د یوې خپري پاڼې په خپرولو سره لیکلي دي " موږ دغه ادعا په کلکه ردد، د قطر په دفتر کې له چا سره د دا ډول خبرو کوم پلان نشته او دا خبره هيڅ حقیقت نه لري".

له دې دمخه د پاکستان لوړ پوړو پوځي او دیپلوماتیکو مقاماتو ویلي وو چې طالبان د پاکستان د پوځ له لارې د سولې مذاکراتو ته تمایل ښودلی دی.

د رویترز خبري اژانس هم د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د منابعو په بنسټ خبر ورکړی چې دغه ډله نن په قطر کې د امریکایي مقاماتو سره د خیرو یو نوی پړاو پیل کوي. خو امریکایي او قطري مېاماتو په دې هکله تر اوسه نظر نه دی څرگند کړی.

د رویترز خبري اژانس د نوم له ذکر کولو پرته د قطر په دفتر کې د افغان طالبانو د یو لوړپوړي غړي په وینا لیکلي دي " لومړنۍ ونډه به نن [پنجشنبه] په قطر کې وشي او بیا به بله غونډه د جمعې په ورځ ترسره شي. ولیدل شي چې په دې پړاو کې څه پیښیږي، ځکه چې تیرې خبرې پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیدی."

طالبانو ویلي دي د خبرو په هکله د هغوی په موقف کې کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم دا ډله په دې اړوند جدي شوې ده اواوس هم د افغانستان د اشغال په پای ته رسیدو ټینگار کوي. دطالبانو په خبر پاڼه کې راغلي دي چې اوس هم په زرگونو بهرنيو سرتیرو افغانستان اشغال کړی او د کابل حکومت د امریکا سره امنیتي تړون لري.

په دې ترڅ کې د پاکستان د یو لوړپوړي پوځي مقام په وینا د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف هم د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سره په وروستۍ لیدنه کتنه کې ویلي دي چې د مارچ تر میاشتې پورې طالبان د افغان مقاماتو سره د خبرو پیل کولو ته مایل دي.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د رامنځ ته کیدو راهیسې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې په څرگنده ښه شوي دي. د اکثرو افغان مقاماتو له نظره پاکستان په ځانگړې توگه د هغه هیواد استخبارات او پوځ چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري کولای شي خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې ښه رول ولوبوي.

له بلې خوا په افغانستانکې د سولې د هڅو پهترڅ کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د افغانستان د علمانو د سرتاسري شورا د غړو سره په یوه مشورتي غونډه کې وویل چې " په هیواد کې د سولې د رامنځ ته کیدو په لار کې کیفی بدلونونه" رامنځ ته شوي دي.

ښاغلي غني یو ځل بیا وویل چې د هغه عمده تعهد دادی چې د ارگ او جومات ترمنځ فاصله له مینځه یوسي او د علمای کرام سره د ملي مسلو په ځانگړې توگه د سولې د ټینگیدو په اړه لازمې مشورې وکړي. په دې غونډه کې یو شمیر گډون کوونکو علمانو وویل "د جوماتونو د ممبرونو څخه به د سولې آواز چې د اسلام د مبین دین غوښتنه ده" اوچت کړي.

XS
SM
MD
LG