د لاس رسي وړ اتصالات

پنټګان د افغان ځواکونو د تلفاتو شمیرې پټې ساتي


له ۲۰۱۴ کال را وروسته افغان ځواکونو له طالبانو او نورو اورپکو ډلو د عملیاتو مشري کوي
له ۲۰۱۴ کال را وروسته افغان ځواکونو له طالبانو او نورو اورپکو ډلو د عملیاتو مشري کوي

د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمیر په بوږنونکي ډول زیات شوی، خو په مجموعي ډول د تلفاتو شمیرې ندي په ډاګه شوي.

د افغانستان د بیاجوړنې په چارو کې د امریکا مفتش یاسیګار د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل "په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي چې د افغان پوځ د تلفاتو په اړه معلومات په افغان حکومت پورې اړه لري او حکومت غوښتي چې دا معلومات دې پټ وساتل شي".

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي چې د تلفاتو د شمیرې پټ ساتل به د افغان ځواکونو د ناکامیو او بریالیتوبونو په اړه د ارزونې مخه ونیسي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دغه خبرې مانا دا نه ده چې د افغانستان د دفاع وزارت به د خپلو ځواکونو تلفات نه خپروي.

ښاغلي وزیري وویل "پرېکړه داسې شوې ده چې موږ به د خپلو ځواکونو او د قاطع ملاتړ ماموریت به د خپلو ځواکونو تلفات خپروي. هغوی زموږ تلفات نه خپروي او موږ د هغوې نه خپرو".

امریکا له ۲۰۰۲ کال راهېسې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۱ میلیارد ډالر لګولي چې د سیګار د راپور په اساس ۶۰ فیصده یې د پوځ په جوړولو لګول شوی دي.

په ۲۰۱۴ کال کې افغان ځواکونو له نړیوالو د پوځي عملیاتو مشري واخیسته چې ورسره د افغان ځواکونو تلفات هم لوړ شوي دي.

سیګار وايي د افغان ځواکونو تلفات په بېساري ډول ځکه لوړ شوي چې هغوی د طالبانو او نورو اورپکو په ضد د عملیاتو مشري کوي.

سیګار وايي په ۲۰۱۵ کال کې هم امریکايي نظامیانو د افغان وژل شویو ځواکونو د شمېرو د خپرولو مخه نیولې وه.

XS
SM
MD
LG