د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان سره د کرکټ لوبې ته پوره چمتو یو - نوین الحق


نوین الحق هیله وښوده چې پاکستان ته به ماتې ورکوي
نوین الحق هیله وښوده چې پاکستان ته به ماتې ورکوي

د کرکټ د ۱۹ کلنو د نړیوال جام سیالۍ د جمعې په ورځ (جنورۍ۱۲) پیلیږي او په لومړنیو لوبو کې یې افغانستان له پاکستان سره مخامخ دی.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې کپټان نوین الحق وايي چې د لوبډلې مورال یې لوړ دی او هیله یې دا ده چې پاکستان ته به ماتې ورکوي.

د افغانستان ۱۹ کلنو همدا څو اونۍ مخکې د اسیا د ځوانانو جام په سیالیو کې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته دوه وارې لویې ماتې ورکړې.

نوین الحق له امریکا غږ اشنا سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې له دغو ماتو وروسته پاکستان په خپلې لوبډلې کې شپږ/اووه کسان بدل کړل چې دا د افغانستان په ګټه ده، ځکه چې په خبره یې ډېر وخت نیسي چې نوي راغلي لوبغاړي له یو بل سره بلد شي.

نوین الحق د امریکا غږ خبریال جعفر هاند ته وویل چې د افغانستان لوبډله په دواړو بیټینګ او باولینګ کې غښتلې ده.

له نوین الحق سره پوره مرکه دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:24 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG