ارګ وايي ټاکل شوې چې سږکال ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو په عمومي او کلنۍ غونډه ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو د سازمان دا عمومي غونډه د همدغې میاشتې په ۱۹ نېټه په نیویارک کې کیږي.
د افغانستان جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي د سه شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې په امریکا به د ولسمشر غني د ملاقاتونو په اړه جزیات ورسته اعلان شي.
ښاغلي مرتضوي وویل "د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه ده، معمولآ هرکال له افغانستان څخه یو لوړ پوړې پلاوی په دې غونډو کې ګډون کوي، په تیرو کلونو کې په دې غونډو کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او جمهوررئیس دوهم مرستیال استاد دانش برخه اخیتسې وه، سږکال جمهوررئیس ورځي، د دې ناسې په څنډو کې کتنو په اړه جزیات به د خبري اعلامیو او خبري کنفرانس له لارې تاسو سره شریک کړو".
تراوسه امریکا ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر دقیقه نیټه نه ده اعلان شوې.
د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ راروانه غونډه د دغې ټولنې ۷۲ مه غونډه ده، چې د پوهنې، چاپیریال ساتنې، ټولنیز پرمختګ پر سر سر د بحثونو ترڅنګ سولې ته د خلکو د لیوالتیا او ټولو خلکو ته د یو شان ښه ژوند تر عنوان لاندې غونډې کوي.
افغانستان د ۱۹۴۶ کال راهیسې د ملګروملتونو غړیتوب لري. د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د افغانستان د جمهوررئیس په توګه دا د ښاغلي غني لومړی سفر دی.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي جمهوررئیس غني به لومړی له کابل څخه ترکمنستان ته لاړ شي او بیا به له هغه ځایه نیویارک ته سفر وکړي.