د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو تر ۵۰ فیصده زیات فرمانونه په ښځو د محدودیتونو په اړه دي- راپور


په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو تر ۵۰ فیصده زیات فرمانونه په ښځو د محدودیتونو په اړه دي.

دا راپور د چهارشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي اتمه) خپور شوی. په راپور کې ویل شوي‌، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته شاوخوا ۸۰ فتواوې او فرمانونه صادر کړي‌. وايي اکثریت یې افغانې ښځې او نجونې په نښه کړې او «د تعلیم، کار او ازاد تګ راتګ باندې د بندیزونو ترڅنګ یې په هغوی کلک محدودیتونه لګولي او د هغوی دا ظرفیت یې ځپلی چې د خپل مذهبي تعبیر په اساس ژوند وکړي».

طالبانو له شپږم ټولګي ورپوته د نجونو ښوونځي تړلي، پوهنتونونه یې بند کړي، په کار، سیاسي، اجتماعي‌ او اقتصادي مشارکت یې باندې بندیزونه لګولي. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا بندیزونه غندلي او د هغه د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده،‌ خو طالبان وايي چې په تعلیم باندې بندیز تر «امر ثاني» پورې دی او ښځو او نجونو ته د «شریعت او افغان فرهنګ په اساس» حقوق ورکوي.

د طالبانو عدلي‌ سیستم

د ادیانو د ازادیو په اړه په دغه راپور کې همدغه راز ویل شوي چې د طالبانو د «عدلیې سیستم له یوې اجرايوي او یوې عدلي برخې څخه جوړ دی او کومه خپلواکه حقوقي څانګه» نلري.

راپور وايي د طالبانو د حکومت مطلق واک د دغې ډلې د مشر هبت الله اخندزاد سره دی. وايي هغه د ۲۰ کسانو یوه شورا لري،‌ خو ټولې پرېکړې په خپله کوي‌ او فرمانونه خپروي.

طالبان په کندهار کې ناست هبت الله اخندزاده خپل «امیرالمومنین» بولي، چې لا په عام محضر کې څرګند شوی نه دی او اکثریت طالب مقاماتو هم ورسره مخامخ ملاقات نه دی کړی.

وايي د هبت الله اکثریت فرمانونه تشریح او جزیات نلري او دا طالبانو ته دا واک ورکوي‌ چې په خپله خوښه او خپل تعبیر باندې «قانون» تطبیق کړي.

د مذهبي‌ او دیني اقلیتونو په نښه کول

دا راپور همدغه راز وايي چې طالبان د نورو مذهبونو او ادیانو لارویان هم په نښه کوي. ‌راپور وايي ‌چې د لسو او ۱۵ سلنې ترمنځ افغانان شیعه ګان دي او ډېر کم یې احمدیان او د نورو مذاهبو پیروان دي.

طالبان د خپل تعبیر په اساس، له اسلام څخه بل دین ته اووښتل ګفر او سزا یې مرګ ګڼي او د افغان مسیحیانو په سر یې انعامونه اېښي، چې له کبله دا مذهبي اقلیتونه په پټه خپلې مذهبې چارې مخې ته وړي. خو طالبان په عمومي توګه دا ادعا ردوي.

په راپور کې همدغه راز راغلي دي چې د طالبانو له راتګ وروسته، په شیعه ګانو باندې بریدونه زیات شوي ‌او د هغوی عبادتځایونه،‌ تکیه خانې او تعلیمي ‌مرکزونه په نښه شوي‌دي. د بېلګې په توګه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په میاشت کې د کاج په تعلیمي‌ مرکز باندې برید کې ۴۴ تنه ووژل شول او ۱۱۴ نور ژوبل شول.

د اکثریت دا ډول بریدونو مسئولیت د داعش ډلې منلی دی. راپور وايي د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د داعش ډلې په شیعه ګانو باندې ۱۳ بریدونه کړي‌. دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي د داعش ډله یې ځپلې ده.

په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ لپاره د متحدو ایالتونو کمېسیون څه موده مخکې په خپل یو بل راپور کې وړاندیز کړی و چې د دیني ازادیو څخه د روانې او سیستماتیکې سرغړونې له کبله د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باید «د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد» وګڼل شي. دغه کمېسیون همدغه راز د امریکا له حکومت څخه غوښتي وو چې افغانانو او په ځانګړي ډول مذهبي اقلیتونو ته د ویزو او له افغانستان څخه د وتلو اسانتیا برابره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG