د لاس رسي وړ اتصالات

غني: دښمن غوښتل چې د سولې لپاره ورته ننواتې وکړم


جمهور رئیس غني وایي "مثبت فشارونه د سر په سترګو مني."
جمهور رئیس غني وایي "مثبت فشارونه د سر په سترګو مني."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د ځوانانو یوې لویې غونډې ته په وینا کې له هغو وغوښتل چې د حکومت ترشا یې ودریږي.

جمهور رئیس غني ځوانانو ته وویل چې دی به هیڅکله د سپکو سپرو تر اغیز لاندې رانه شي او کله چې دی له ارګه وځي یو ښه میراث به له ځانه پریږدي.

ښاغلي غني وویل " خبره دا نه ده چې څه راته میراث ورسیده، تاریخ به دا قضاوت کوي چې مونږ دا میراث څنګه بدل کړو او میراث به په ښه میراث په هر قیمت چې کیږي مونږ چې له دې ځایه ځو دا میراث به سم میراث وي".

خو جمهور رئیس غني وویل چې مثبت فشارونه د سر په سترګو مني.

ښاغلي غني وویل " منفي فشارونه راباندې ډیر دي نومونه به یې نه اخلو ځکه له اولې ورځې ما تاسو ته عرض کړې وو چې یو تعادل د تحول او تداوم په منځ کې په کار دی".

جمهور رئیس غني د یو ځوان د یوې پوښتنې په باب چې د حکومت پر وړاندې یې موانع څه دي وویل چې موانع هغه منفي ګټې دي چې سبا ته نه ګوري د نن لپاره دا وطن بربادوي.

ښاغلي غني وویل " زه به د فساد څو عوامل تاسو ته ووایم او تاسو بیا قضاوت وکړئ، یوازې د یو وزارت په تدارکاتو کې پنځه ملیارده افغانۍ سپما وشوه، یو قرارداد هم د قانون پراساس نه و شوی، تاسو فکر وکړئ چې په قراردادونو کې شفافیت د چا په ګټه دی، د ملت په ګټه دی، خو کومې موانع چې موجودې وې تاسو پوهیږئ هغوی چې په قراردادنو کې یې فساد کړی دی او خپل ځان پیژني ایا ددې په تمه دي چې حساب ورکړي او که ددې په تمه دي چې تخریب وکړي د همدې له امله ستاسو اوچت اواز په کار دی چې د فساد په وړاندې ودریږئ".

جمهوررئیس غني ځوانانو ته وویل چې که له ده یې فساد ولیده نو رادې شي او د جمهوررئیس سر دې پرې کړي.

ښاغلي غني وویل " شپاړس زره پنځه سوو کسانو ددې هیواد د شتمنۍ ډیره برخه لوټلې ده، حساب وغواړئ چې ځمکه د افغانستان ټولو خلکو ته ورسیږي نه شپاړس زره پنځه سوو کسانو ته".

هغه وویل چې د افغانستان دښمنانو غوښتل چې دا هیواد په دوو برخو وویشي او بیا دې د سولې د خبرو لپاره مو ننواتو ته مجبورکړي.

جمهوررئیس غني وویل "زمونږ د دښمنانو توطیه داوه چې دې خاورې کې دوه سیاسي جغرافیه راولي او بیا سبا مونږ مجبور کړي چې په مساوي ډول په یو میز کې کښینو او ولسمشر د افغانستان دې ته مجبور کړي چې په ننواتو باندې میز ته لاړ شي". خو هغه وویل چې " زه له موره نه یم زیږیدلی چې په ننواتو لاړ شم ".

ښاغلي غني وویل چې د خبرو دلیل یې دا دی چې د افغانستان ځوانان په خپله خاوره دریدلي دي.

هغه ځوانانو ته وویل چې د ټولې خاورې حاکمیت ترلاسه کړي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د اصلاحاتو په مسله هم وغږیده او وې ویل چې ځوانان باید هڅه وکړي چې افغانستان د بهرنیو له احتیاج خلاص کړي.

جمهوررئیس وویل " یو هیواد چې ټوله انکشافي بودجه یې له بهر څخه راځي واقعآ ځانته خپواک هیواد ویلی شي، ملا وتړئ مونږ د ګدایۍ لپاره نه یو زیږیدلي مونږ د شتمنۍ د رامنځ ته کولو لپاره زیږول شوي یو".

ښاغلي غني وویل د سه شنبې په ورځ به په یوه بله غونډه کې د بې کارۍ د ستونزې د ختمولو په مسله خبرې وکړي.

جمهور رئیس غني ځوانانو ته وویل چې هیوادوالو یې ډیرې ستونزې شاته پریښي خو هغوی په ډیر مهم هدف کې چې د خاورې ملي حاکمیت ساتل دي بریالي شوي دي.

XS
SM
MD
LG