د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې یرغمل شوي کسان چا خلاص کړل؟


د هغو ٣١ هزاره ګانو نه چې د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې د داعش لخوا په زابل کې يرغمل شوي وو، پاتې اته کسان راخوشې شول.

د دغو يرغمل شويو کسانو د راخوشې کېدو سمدستي وروسته د ملی امنيت په يوې اعلاميې کې وويل شول چې دا کسان دوی له افغان ځواکونو سره د گډو عملياتو په نتيجه کې را خلاص کړي دي.

خو د زابل ولايتي چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي چي د یرغمل شویو اتو مسافرو په خلاصون کي د ولسي مشرانو او ځايي خلګو رول ډېر مهم وو .

دوی وایي په خاک افغان او دايچوپان ولسواليو کې چې دا کسان ساتل شوي وو، د ملي امنيت يا افغان ځواکونو له خوا هيڅ ډول عمليات نه دي شوي.

د زابل د ولایتي شورا منشي اسدالله کاکړ چي اصلآ د دایچوپان ولسوالۍ اوسیدونکی دی اشنا راډیو ته وويل چې له سیمي څخه د داعش د جنګیالیو تر وتلو وروسته ځايي خلګو په یوه کور کي يرغمل شوي مسافر پیدا کړي دي.

هغه زیاتوي چي ځايي خلګو وروسته له ولایتي شورا سره هم په اړیکه کي وو او له وسله والو طالبانو څخه يې وغوښتل چي دغه مسافر خوشي کړي.

ښاغلي کاکړ وویل "کوم وخت چې د اختر محمد منصور په مشري د طالبانو او د داعش د ډلی ترمنځ جنگ و او هغوي هغه منطقي چي ازبک جنگیالی په کښې اوسیدل هغه منطقي یی تر خپل قبضې لاندی راوستلې وې، وروسته هزاره وړونه هلته پاتي شوي دي او بلاخره د محل خلکو د طالبانو څخه را خلاص کړي او خپلو کورنیو ته یې تسلیم کړي دی".

ښاغلی کاکړ وايي چي په سیمه کې نظامي عملیات ندي شوي.

دغه راز د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي اشنا رادیو ته وويل چي د داعش جنګیالیو او د ملا اختر منصور د پلویانو ترمنځ تر جګړې وروسته ځايي خلګو په کورونو کي د څه پیدا کیدو لپاره ګرځيدل چي یاد اته واړه مسافر يې لیدلي وو .

هغه زیاتوي چي د یرغمل شویو مسافرو په خلاصون کي د عامو خلګو مرسته ډيره وه او ممکن له حکومت څخه هم د امنیتي ادارو مرسته پدې کې وروسته شامله شوي وي.

سمونوال فراهي وویل "له څو ورځو راهیسې د بهرنیو اتباعو او د داخلي طالبانو ترمنځ جنگ جاری و، په دغه وخت کې څوک چي پاته ول هغه یا تښتیدلی دی او یا وژل شوي دی او دغه سیمه د داعش د بهریني طالبانو څخه پاکه شوي ده، او بیا کلیوال خلگ ورغلي او دغه کسان یی پیدا کړي دی چي هغوی نیولي و، خو دولت هم همکاري او رول پکې درلودی دی".

ښاغلې فراهی زياتوي، هغه سيمه چې يرغمل کسان پکې ساتل شوي وو يوه غرنۍ سيمه ده او تگ راتگ ورته گران دی.

خوشي شوي اته واړه مسافر چې پنځه يې نارینه، دوه میرمني او یو ماشوم پکې شامل دي، د کابل د شکر درې ولسوالۍ، بامیان، غزني، کندز او ځینو نورو ولایتونو اوسیدونکي وو.

د ارگ په خپرې شوې اعلامیې کې ادعا شوې ده چې پخواني ١٩ يرغمل شوي کسان هم د پرله پسې نظامی فشارونو په اثر او نظامي عملياتو په ترڅ کې آزاد شوي وو. دغه ادعاوې هم کومې آزادې سر چينې نه دي تائيد کړي.

XS
SM
MD
LG