د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې پاکستان تر اوسه افغانانو ته د ویزې د ورکولو په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځ ته کیدو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي ندي.
د ننګرهار په ګډون د سهیل لودیځې حوزې په زرګونه اوسیدونکي چې مریضان ، سپینږیزي او ماشومان هم پکې شامل دي د پاکستان د ویزې د اخیستلو لپاره عریضې کوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، قونسلګرۍ ژمنه کړې وه چې د ویزو د ورکړې پروسه به خصوصي سکټور ته سپاري، خو تر اوسه یې دغه وعده نه ده عملي کړې.
په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته هره ورځ زرګونه کسان د ویزې اخیستو لپاره ورځي خو یوازې اته سوه کسان د ویزې په اخیستو بریالي کیږي.
د ویزې یو شمیر نور متقاضیان وايي د پاکستان ویزې په پیسو هم پلورل کیږي چې غریبان یې ا خیستو وس نلري.
د جلال آباد په قونسلګرۍ کې څلور ورځې د ننګرهار او یوازې یوه ورځ شپیږو نورو ولایتونو ته ځانګړې شوې ده چې له دې سره ګڼ شمیر کسانو ته لویه ستونزه جوړه شوې ده.
ځینو خلکو د پاکستان په قونسلګرۍ او ساتونکو د فساد تورونه هم لګولي وو او ویلي چې دوی د ویزو په بدل له خلکو ډېرې پيسې اخلي. د همدغو ادعاو او لانجو وروسته د ولایت او پاکستان د قونسلګرۍ ترمنځ ستونزې پیدا شوي او له همدې کبله پاکستان خپله قونسلګري وتړله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا تور هم لګولی و چې د ننګرهار والي د قونسلګرۍ په چارو کې مداخله کوله، خو ولایت دا تورونه رد کړي دي.