د لاس رسي وړ اتصالات

له کابل څخه د امریکایي دیپلوماتانو د ایستلو پروسه بشپړه شوه


امریکایي چارواکي وايي چې له کابل څخه یې د دیپلوماتانو د لیږد پروسه بشپړه کړه، پاتې کارکوونکي د وتلو پروسې سره مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۷) وویل، له کابل څخه د امریکا سفارت د کارکوونکو د ایستلو پروسه بشپړه شوه او پاتې دیپلوماتان د امریکایي اتباعو او افغان همکارانو د ایستلو په هدف پاتې دي.

د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې له ګډوډیو وروسته د دیپلوماتانو او ملکي افرادو د ایستلو په هدف د امریکا نظامي پروازونه د دوشنبې په ورځ له سره پیل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وایي:"زموږ ټیم له پوځي همکارانو سره کار کوي څو په هغه اندازه چې امکان ولري په خوندي او ګړندي ډول الوتکي ډکې کړي. موږ اوس د وتلو پروسه بشپړه کړې او یوازې دیپلوماتیک حضور پاتې دی. له دې وروسته به زموږ د سفارت د کارکوونکو د انتقال لپاره وخت پکار نه وي. د سفارت ټول پاتې کارکوونکي به له افغانستان څخه د لیږد د پروسې سره مرسته کوي."

وروسته له هغه چې طالبانو په وروستیو ورځو کې ګړندي پرمختګونه وکړل او کابل یې له جګړې پرته ونیو، امریکایي پوځیانو د یکشنبې په ورځ د اګست په ۱۵ د کابل د هوایي ډګر مسولیت پر غاړه واخیست.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سلوان له دې وړاندې ویلي وو چې طالبانو، متحده ایالتونو ته ویلي دي چې هغوی به هوایي ډګر ته د ملکي افرادو د تګ زمینه مساعده کړي.

ویل کیږي‌ چې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جان بس هم د سه شنبې په ورځ اګست ۱۷ افغانستان ته روان شوی څو د انتقال د پروسې او حد اقل د اګست تر ۳۱ پورې د کابل په هوایي ډګر کې دیپلوماتیک حضور وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل:"موږ پر هغه ماموریت چې په لاس کې یې لرو تمرکز کوو. دا ماموریت امریکا متحده ایالتونو او په یو شمیر مواردو کې دریم هیواد ته په پاتې وخت کې څومره چې امکان ولري کسان انتقال کړو."

متحده ایالتونو یوازې د سه شنبې په ورځ اګست ۱۷ په دیارلسو پروازونو کې تقریبا ۱۱۰۰ امریکایي اتباع او د دایمي استوګنې د کارتونو ( ګرین کارډ) درلودونکي افراد او د هغوی د کورنۍ غړي ایستلي دي.

امریکایي مقامات وایي تر اوسه د امریکایي پرسونل په ګډون په مجموع کې ۳۲۰۰ کسان انتقال شوي دي. دا پر هغو ۳۲۰۰ کسانو سربیره دي چې تر اوسه له افغانستاان څخه ایستل شوي دي. په دې کې کابو ۲۰۰۰ د مهاجرت د خاصو ویزو درلودونکي افغانان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG