د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران: د افغانستان تحولات د پالیسیو او استخباراتو د ناکامي له امله دي


د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د هم ګوندیانو په ګډون د امریکا د کانګرس غړو د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۷) د افغانستان د تحولاتو په اړه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړه.

دغو سناتورانو د هغو تیروتنو په اړه چې له امله یې کابل د طالبانو لاس ته ولید، د څیړنو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر باب مننډز، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي هغه څه چې" په تیرو څو ورځو کې په افغانستان کې پيښ شوي ، د هغو تیروتنو مجموعه وه چې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو ادارو په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې کړي دي."

دې امریکایي سناتور وروستیو تحولاتو او د طالبانو لاس ته د کابل لویدلو ته په اشارې سره ویلي دي" موږ په تیرو کلونو په اوږدو کې د پالیسي ګانو او د استخباراتي معلوماتو د ناوړه ماتې شاهدان یو."

رویټرز خبري آژانس د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر باب مننډز په حواله ویلي دي چې نوموړی غواړي د امریکا د پالیسي ګانو په اړه یوه استعماعیه غونډه جوړه کړي او په دې جلسه کې له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر مذاکراتو او د بایډن د ادارې له خوا په بشپړ ډول د امریکایي عسکرو د ایستلو مسله وڅیړي. خو تر اوسه د جلسې تاریخ مشخص شوی ندی.

په همدې حال کې یو ډله جمهوري غوښتونکو ، ښاغلي مننډز ته د یوه لیک په استولو سره ویلي دي، هغوی غواړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکن هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

جمهوري غوښتونکو سناتورانو په دې لیک کې ویلي:" هغه معلومات چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د تحولاتو په اړه بیان کړي، سازګار ندي او مهم معلومات نلري او د امریکا د خلکو او سناتورانو پوښتنو ته ځواب نشي ویلي."

بلخوا د امریکا د سنا مجلس د استخباراتو د کمیټې مشر مارک وارنر چې دیموکرات دی، ویلي چې د سنا له ټولو کمیټو سره کار کوي څو " مهمې اما ضروري پوښتنې مطرح کړي چې ولي امریکا د طالبانو لاس ته د افغانستان د لویدلو مخکې لازم چمتوالی نه درلود."

د امریکا د سنا مجلس جمهوري‌ غوښتونکو غړو په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه د تند غبرګون په ښودلو سره ویلي ‌دي چې" په افغانستان کې امنیتي او بشري ناورین د رامنځ ته کیدو په حال کې دی . کیدای شوای مخه یې نیول شوې وای، په دې شرط چې پلان ګذاري شوې وای."

له افغانستان څخه په بشپړ ډول د پوځیانو د ایستلو په اړه د امریکا په پریکړې په داسې حال کې نیوکه کیږي چې واشنګټن او اروپايي متحدین هڅه کوي څو خپل زرګونه اتباع او د هغوی افغان همکاران د ملکي او نظامي الوتنو په مرسته له افغانستان څخه وباسي.

XS
SM
MD
LG