د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ کابل کې له الوتکې د انسانانو د غورځېدو پېښه څېړي


د امریکا د پوځ الوتکه
د امریکا د پوځ الوتکه

د امریکا د متحدو ایالتونو د هوايي ځواک د ځانګړو تحقیقاتو اداره وايي چې د سي-۱۷ الوتکې او د ملکي وکړو د تلفاتو په اړه به موجود معلومات اروزي.

دا الوتکه د اګست په ۱۵ نېټه د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه الوتلې وه په قطر کې د «العدید هوايي» مرکز کې ښکته شوې وه.

د امریکا د پوځ په دغې الوتکې کې سلګونه کسان چې اکثریت یې افغانان وو، سپاره وو.

دا الوتکه د کابل له هوايي ډګر څخه والوته او یو شمېر کسان په کې ښکارېدل چې د الوتکې د وزر په یوې برخې کې یې ځانونه ځای کړي او یا ځوړند کړي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدویوګانو کې ښودل کیږي چې د الوتکې له پورته کېدو لږه شېبه وروسته ځینې کسان، چې لا دقیق شمېر معلوم نه دی، لاندې غورځي.

دغه اداره وايي‌ چې په دې اړه ځینې مستندې ویدیوګانې او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي معلومات به هم ګوري او ارزوي.

د امریکا د هوايي ځواک د ځانګړو تحقیقاتو اداره چې په دغو ویدیوګانو سربېره د الوتکې په ټایر کې هم د انسان د بدنې ځینې ځینې برخې پاتې وي او وايي له همدې کبله د امریکا د هوايي ځواک د هوايي خوښځت قومانده له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای دا قضیه ارزوي چې د «دغې تراژیدۍ په اړه» حقایق ترلاسه کړي.

له هغه وروسته چې طالبانو کابل ونیوه، سلګونه کسانو هوايي ډګر ته ولاړل چې له افغانستان څخه ځانونه وباسي. امریکایي چارواکي د امریکایي عسکرو سلګونه همکاران او د امریکا د سفارت ماموران یې له افغانستان څخه اېستلي دي.

XS
SM
MD
LG