د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د امریکا ویزو ته په تمه افغانانو احتجاج کړی


د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ګڼ شمېر هغو افغان کورنیو احتجاج کړی چې له تېرو دوو کلونو هلته د امریکايي پي۱ او پي۲ ویزو ته منتظر دي.

دغه کورنۍ د امریکا له متحده ایالاتو غوښتنه کوي، چې دوی ته د ویزو د ورکړې پروسه دي چټکه کړل شي، چې په پاکستان کې دوی له ګڼو ستونزو خلاص شي او په امریکا کې خپل ژوند پیل کړي.

د سه شنبې د ورځې سپتمبر پنځمې (وږي ۱۴) په احتجاجي غونډې کې د ګڼو هغو افغانو کورنیو ماشومانو، نارینه وو او ښځو ګډون درلود چې په تیرو دوو کلونو کې د امریکا د ویزې په تمه پاکستان ته ګډه شوي دي.

سونا یوسفي چې په افغانستان کې خبریاله وه، وايي، له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ ده.

نوموړې امریکا غږ ته وویل: "ډیر وخت کیږي چې له کورنۍ سره پاکستان ته مهاجره شوې یم. پي۱ قضیه لرم. متاسفانه مهاجر منونکو هېوادونو موږ له ډیر وخت راهیسې درېیمې هېوادونو ته غوښتي یو خو زموږ د دوسیو په ارزونه کې پرمختګ ندی شوی."

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته، امریکايي مقامات وايي چې د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه انتقال شوي دي.

په دوی کې د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي، خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور شامل دي چې د چارواکو په خبره تر ۷۰۰۰۰ زیات یې امریکا ته انتقال شوي دي.

کاناډا هم ددې افغانانو نږدې ۴۰ زره منلي او یو شمېر یې د پاکستان په ګډون په دریمګړو هېوادونو کې پاتې دي.

په راولپنډۍ کې احتجاج کوونکي وايي، امریکا او نورو نړیوالو هېوادونو ورسره ژمنې کړې وې او دوی غواړي چې دغه هېوادونه پر خپلو ژمنو ودریږي.

احتجاج کوونکې پامیا عزیزي امریکا غږ ته وویل: "له امریکا غواړو چې زموږ غږ واوري، پر خپلې ژمنې ودریږي او موږ له دې بدبختۍ وژغوري. دا د ټولو افغانانو مشکل دی. موږ اقتصادي ستونزې لرو. اولادونه مو له تعلیم پاتې شوي او په ژور خپګان اخته شوي دي."

دغه احتجاج کوونکي وايي، د همدې ستونزو او اوږده انتظار له امله په تېرو دریو څلورو میاشتو کې د دوی درو تنو ځانوژنې کړې او باید امریکا او نړیوال د دوی دې ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

په راولپنډۍ کې د افغان کډوالو ددې احتجاج په هکله امریکا غږ په اسلام اباد کې د امریکا سفارت نظر وغوښت، خو ځواب یې ترلاسه نکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG