د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له ډاره ایران ته تښتېدلي افغان خبریالان ستونزو سره مخامخ دي 


په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته خبریال عبدالخلیل رسولي د ګواښونو له کبله ایران ته په دې نیت وتښتېده چې د ځان او کورنۍ اینده یې روښانه شي.

خو، اوس یې ویزه ختمه شوې ده او محدودې لارې چارې لري. هغه وویل چې د کورنۍ ویزې یې درې میاشتې مخکې ختمې شوې: «نه پوهېږو چې په موږ به څه وشي.»

دوی د فرانسې د مهاجرت ویزو لپاره عریضې سپارلې دي‌ خو تر دې دمه ورته کوم خبر ورکړل شوی نه دی. هغه وايي: «هره لحظه امکان لري چې ایران موږ افغانستان ته ستانه کړي. موږ دلته د نور پاتې کېدو مصارف نشو ورکولای. هر کس د ورځې ۲۰۰۰۰۰۰ [۵۰ ډالر] لګښت لري او زه دا پېسې نلرم.»

عبدالخلیل رسولي ۳۶ کاله عمر لري او په افغانستان کې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو تر بیا واکمن کېدو دوې میاشتې مخکې له خپل ولایت هرات څخه کابل ته ولاړ. هغه وايي له سقوط وروسته یې خپله ښځه او ۱۰ او شپږ کلن ماشومان د ایران مرکز تهران ته واستول.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته یې ستنېدل خطرناک دي. هغه وویل: «زه بېرته افغانستان ته تللی نشم.هلته زما ژوند په خطر کې دی.»

د مرګ ګواښونه

دی په هرات کې د هشت صبح په نامه د یوې ورځپاڼې خبریال و، خو کله چې ورته ګواښوونکي تیلیفونونه او پیغامونه ورسېدل او زیات شول،‌ خپل ماشومان یې کابل ته انتقال کړل.

نوموړي وویل: «ما له سقوط وروسته هم لیکنې کولې، لکه ما د طالبانو په حکومت کې په هرات کې د پوهنتونونو او رسنیو په ستونزو باندې لیکل وکړل.»

هغه وايي چې همکاران یې هم تر فشار لاندې ونیول شول. د ۲۰۲۱ د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر په کابل کې د ځانمرګو بریدګرو، چې زرګونه افغانان یې وژلي، د ستاینې یوه غونډه رابللې وه او د هغوی د کورنۍ غړي یې دعوت کړي.

دی کیسه کوي چې له دې وروسته یې طالبانو په دفتر چاپه واچوله او خبرداری یې ورکړ چې «هېڅ شی هم باید داسې خپاره نشي چې د دغې ډلې د تګلارې خلاف» وي. وايي طالبان په غوصه وو چې د دوی ورځپاڼې «د فدايي» په ځای د «ځانمرګي» ټکی کارولی دی.

طالبانو په دې اړه د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

رسولي وايي‌ چې په کابل کې هم ورته ګواښونه کېدل: «موږ په کابل کې د یو څه وخت لپاره په یو سرپناه کې اوسېدو او بیا مزار ته ولاړو.»

محدودې لارې چارې

د رسنیو د ملاتړې ادارې وايي چې په افغانستان کې دا مهال رسنۍ له خشونت، سانسور او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان د اګست په میاشت کې راپور ورکړ چې په افغانستان کې د ۵۴۳ رسنیو څخه یې ۲۱۳ تړل شوې او څه باندې ۶۴۰۰ خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي چې ښځې په کې تر نورو ډېرې اغیزمنې شوې دي.

د نومبر په میاشت کې یوناما وویل چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو را وروسته یې د خبریالانو د وهلو،‌ ټکولو،‌ خپلسري‌ نیولو او ناسم چلند څه باندې ۲۰۰ پېښې ثبت کړي‌ دي.

خو طالبانو د یوناما دا خبره رد کړې وه. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال حیات مهاجر فراهي د یوناما دا راپور «له حقیقت څخه لېرې او بې اساسه بللی» و. سیمه ایزو رسنیو د هغه له خولې لیکلي وو چې «طالبانو د خبریالانو اساسي حقوق» خوندي کړي دي.

د سر ساتلو هڅه

رسولي وايي له هغو شاوخوا ۳۵ افغان خبریالانو سره په تماس کې دی چې له افغانستان څخه ایران ته تښتېدلي دي. هغه هیله لري چې له ایران څخه اروپا ته ولاړ شي: «زه راغلی یم چې د فرانسې ویزه واخلم».

هغه یو لیک هم لري چې په کې د فرانسې د رسنیو یو ګروپ «سنډیکټ نشنل» او د خبریالانو نړیوال فدراسیون سپارښتنه کړې چې هغه ته ژر ویزه ورکړل شي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون په لیک کې،‌ چې امریکا غږ لیدلی، ویل شوي‌ دي: «په افغانستان کې زموږ له همکارانو سره تر مشورو وروسته، د خبریالانو نړیوال فدراسیون قانع شو چې عبدالخلیل رسولي په افغانستان کې دننه د خوندیتوب ډېره ویره لري.»

د «سنډیکټ نشنل» یوې مسئولې نیکولا ایج امریکا غږ ته وویل چې هغه او نور همکاران یې افغان خبریالان هغو سازمانونو ته معرفي‌ کوي چې په دې برخه کې مرسته کولای شي.

هغې وویل ممکن شاوخوا ۳۰۰ خبریالان پاکستان، ایران، ترکیې او اوزبیکستان ته تښتېدلي وي او «هیله لري چې ویزه» واخلي. نیکولا ایج زیاته کړه چې په ډېرو هېوادونو کې «د ویزو اخیستلو پروسه سخته او پېچلې» ده.

په ایران کې د سپتمبر له میاشتې راهېسې، د پولیسو په توقیف کې د مهسا امینې له مرګ وروسته، د حکومت په ضد مظاهرې روانې دي چې دې کار هم د ویزو پروسه ټکنۍ کړې ده.

نوموړې له حکومتونو څخه وغوښتل چې د ویزو ورکولو بهیر چټک کړي، ځکه چې د هغې په خبره په درېیمو هېوادونو کې مېشت افغان خبریالان او په خاص ډول خبریالانې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

عاقله مبارزه حیدري بله هغه افغان خبریاله ده چې له شاوخوا اتو میاشتو راهېسې په ایران کې د ویزې په تمه ژوند تېروي او هلته ګېره پاتې ده.

عاقلې، ‌چې ۲۴ کلنه ده، وايی چې په افغانستان کې د نګاه له رادیو تلویزون او معرفت راډیو سره یې کار کاوه.

هغه وايي چې په نګاه راډیو کې یې سیاسي خپرونه چلوله چې په طالبانو باندې به یې بحثونه کول: «کله چې طالبان واک ته ورسېدل، زما ژوند په خطر کې شو». عاقله وايي که بېرته افغانستان ته وشړل شوه، ژوند به یې نور هم په خطر کې شي.

نوموړې وویل: «دا سخته ده چې هېواد او دنده پرېږدي. خو زما یوازینۍ اندېښنه دا وه چې د طالبانو له کبله له افغانستان څخه څنګه وتښتم.»

هغې هم په درېیم هېواد کې د اوسېدو لپاره د ویزې غوښتنه کړې ده، خو لا یې معلومات نشته او د ایران ویزه یې ختمه شوې ده. عاقله وايي: «دا دردوونکې ده چې دا څو میاشتې بې سرنوشته پراته یو» او د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته ستنېدل هم انتخاب نه دی، ځکه چې طالبان د «ښځو ضد» دي.

عاقله مبارزه حیدري وویل: «د خپلې اینده په اړه نپوهېږم.»

Reply

Reply all

Forward

MJ

XS
SM
MD
LG