د لاس رسي وړ اتصالات

په غور ولایت کې د طالبانو تش په نامه والي ووژل شو


د غور په جگړه کې دواړه اړخونو طالبانو او افغان ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده
د غور په جگړه کې دواړه اړخونو طالبانو او افغان ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده

​د غور ولایت امنیتي مقامات وایي چې ددې ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا معراج هلمندي، د هغو نښتو په ترڅ کې وژل شوی دی چې د دوو ورځو راهیسې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د پسابند په ولسوالۍ کې روانې دي.

د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي، وایي چې د طالبانو یو بل لوړپوړی غړی ملا رحمت الله هجرت هم د خپلو پنځو تنو ملگرو سره د افغان ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې د شنبې په ورځ ووژل شو.

ښاغلی نظامي وایي په دغو نښو کې همداشان د ملي او محلي پولیسو پنځه سرتیري وژل شوي او ١٠ نور افغان سرتیري ټپیان شوي دي.

د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند همداشان وایي چې په سیمه کې هلته دلته لا هم جگړه دوام لري.

د غور ولایت دغه امنیتي مقام وایي په کابل کې د مرکزي مقاماتو د نورو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده، ځکه طالبان بیا پر سیمه باندې د برید کولو هوډ لري.

د طالبانو ډلې تر اوسه په دې هکله نظر نه دی څرگند کړی.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال خلیل نورزایي

XS
SM
MD
LG