د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړې له کبله نږدې ۶۶ زره کسان بې ځایه شوي

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو له کبله د افغانستان په ختیځ او سوېل ختیځو ولایتونو کې نږدې ۶۶ زره کسان بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د سې شنبې په ورځ د مارچ په درېیمه په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو جګړو ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي، کورنۍ یې اړې کړي چې خپل کورونه پرېږدي او په ګڼو سیمو کې د استوګنې کورونه او عامه ودانۍ زیانمن شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د لاسرسي د محدودیتونو له امله لا هم د تلفاتو او زیانونو بشپړ جزیات تر ارزونې لاندې دي، خو ماشومان هم د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو په وینا هوايي بریدونو په تورخم کې د ۲۰ بستریز بېړني روغتون، د کډوالۍ نړیوال سازمان د لېږد مرکز، او د بېرته راستنېدونکو د هرکلي مرکز هم زیانمن کړي.

د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی چې د نړیوال بشري قانون له مخې په روغتیايي او طبي تاسیساتو باندې باید هېڅکله برید ونه شي.

د جګړو له امله د خوړو د نړیوال پروګرام یا (WFP) ځینې فعالیتونه هم ځنډول شوي دي چې له امله یې شاوخوا ۱۶۰زره کسانو ته د بېړنیو خوراکي مرستو وېش درېدلی دی.

د افغانستان لپاره د دغې ادارې استازي جان ایلیف وویل چې د دغه هېواد په ختیځ، سوېل او لوېدیځو سیمو کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.

نوموړي وویل، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته تاوتریخوالی زیات شوی، چې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ یې په ختیځ، سوېل ختیځ او سوېل کې بې ځایه کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو تر ۳۰ زیاتې ولسوالۍ د تاوتریخوالي، هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

په دغو سیمو کې د بېړنیو خوراکي مرستو، ټولنیز خوندیتوب، د ښوونځیو د تغذیې او معیشتي پروګرامونه په موقتي ډول ځنډول شوي دي.

بل لور ته، د افغانستان په لوېدیځ سرحد کې په ایران کې تاوتریخوالی د دې اندېښنه هم راپارولې چې ښايي د راستنېدونکو شمېر یو ځل بیا لوړ شي.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲.۵ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي وو.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په ۲۰۲۵ کال کې یې د ایران او پاکستان په سرحدونو کې له نیم میلیون زیاتو راستنېدونکو سره مرسته کړې وه، چې پکې نغدي مرستې، مغذي بسکټونه او د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړي خوراکي توکي شامل وو.

افغانستان لا له وړاندې د نړۍ له سترو بشري کړکېچونو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نږدې ۲۲ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۷.۴ میلیون وګړي بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه هم د اندېښنې وړ ده، او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۳.۷ میلیونه ماشومان درملنې ته اړتیا ولري.

د ۲۰۲۶ کال د بشري غبرګون پلان یوازې ۱۱ سلنه تمویل شوی دی. تر اوسه ۱۸۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې د ۱.۷ میلیارد ډالرو اړتیا ده څو ۱۷.۵ میلیونه کسانو ته مرسته ورسول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که بیړنۍ مالي مرسته برابره نه شي، نو د ۲۰۲۶ کال تر اپرېل پورې به د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو بودیجه پای ته ورسېږي او میلیونونه کسان به له مهمو مرستو بې برخې شي.

دغه اداره وایي یوازې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۳۱۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې خپلې ژمنې عملي کړي او افغانستان په دې سخت وخت کې یوازې پرېنږدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG