د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د طالبانو او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د روانې جګړې د ختمولو غږ کړی او په دغې جکړې کې یې په افغانستان کې د ولسي تلفاتو او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.
یوناما وايي چې د دغې جګړې په اړه یې مستند راپورونه برابر کړي او د فبرورۍ د ۲۶مې نېټې څخه د مارچ تر دویمې نېټې پورې لږ تر لږه ۴۲ ولسي افغانان وژل شوي او څه باندې ۱۰۴ تنه نور ژوبل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
وايي دا ملکي تلفات په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې اوښتي دي. یوناما په خپل راپور کې ویلي دي ۱۶۴۰۰ کورنۍ د دغو ولایتونو له زیانمنو شویو سیمو څخه وتلې او بې ځایه شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د جګړې له دواړو غاړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته پاپند پاتې شي او د ولسي تلفاتو مخه ونیسي.
طالبان وايي چې د تېرې پنجشنبې په شپه یې د پاکستان د هوايي بریدونو په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو انتقامي بریدونه پیل کړل. د طالبانو له بریدونو وروسته پاکستان څو ځلې د افغانستان په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه وکړل.
د دواړو خواو ادعاوې
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې په دغې جګړې یې تر دې دمه ۴۶۴ افغان طالبان وژلي او ۶۶۵ نور یې ژوبل کړي دي.
هغه دا ادعا هم کړې چې د افغان طالبانو ۱۸۸ امنیتي پوستې یې هم ویجاړې کړې او ۳۱ نور یې نیولې دي.
نوموړی لیکلي چې په دغې جګړې کې یې د افغانستان ۱۹۲ ټانګونه او نور پوځي وسایل هم ویجاړ کړي او په ۵۶ موقعیتونو یې بریدونه کړي دي.
تارړ نه دي ویلي چې په جګړې کې دوی ته څومره ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي چې د دواړو خواو ترمنځ د جګړې له پيل راهېسې د پاکستان شاوخوا ۱۵۰ عسکر یې وژلي او ۲۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دوی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۴۰ پوستې هم نیولې دي.
خوارزمي ادعا وکړه چې د پاکستان پنځه بې پیلوټه بریدګرې او کشفي الوتکې یې هم وېشتلې دي. هغه دا خبره هم وکړه چې په جګړې کې یې ۲۸ جنګیالي وژلي او ۴۲ نور یې ژوبل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه