د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او غزني ته د بریښنا رسونې تړون لاسلیک شو


دا پروژه چې ورباندې ۱۱۳ میلیون ډالر لګښت راځي، د امریکا د متحده ایالاتو د انکشافي ادارې (USAID) له خوا تمولیږي.
دا پروژه چې ورباندې ۱۱۳ میلیون ډالر لګښت راځي، د امریکا د متحده ایالاتو د انکشافي ادارې (USAID) له خوا تمولیږي.

د افغانستان د بریښنا شرکت د یک‌شنبې په ورځ د ولسمشر په حضور کې د (KEC) په نوم له یوې هندي کمپنۍ سره کندهار او غزني ولایتونو ته د ۲۲۰ کیلوولټ بریښنا د مزو غځولو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د بریښنا شرکت رئیس قدرت‌الله دلاوري په ارګ کې د دغه تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل، دا پروژه چې ورباندې ۱۱۳ میلیون ډالر لګښت راځي، د امریکا د متحده ایالاتو د انکشافي ادارې (USAID) له خوا تمولیږي.

هغه وویل "د دې پروژې په بشپړیدو سره پنځه سب‌استیشنه هر یو په قره‌باغ، مقر، شاه‌جوی، قلات او د کندهار ختیځ چې هغه به د یو بل تړون له مخې لاسلیک شي، ټوله پروژه بشپړوي، انشالله کندهار ته به ډاډمنه بریښنا ورسوي."

ښاغلي دلاوري ټینګار وکړ، چې د حکومت د ژمنو پر بنسټ به د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د بریښنا رسونې د تړونونو لړۍ دوام ومومي.

د (KEC) کمپنۍ رئیس پنکج کُمار تندن د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل، چې د هغوی کمپنۍ له یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او له غزني څخه تر کندهار پورې د ۲۲۰ کیلوولټه بریښنا لیږدول یې د خپلې کمپنۍ لپاره یو لوی مسولیت وباله.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د بریښنا رسونې چارې ګړندۍ کړي دي.

افغانستان په پام کې لري، چې په پنځو کلونو کې د دوه زره میګاواټه بریښنا د تولید لپاره شپږ میلیارده امریکايي ډالر پانګونه وکړي.

اوسمهال افغانستان ټول‌ټال ۱۶۰۰ میګاواټه بریښنا لري، چې د دغه هیواد د اوسیدونکو اړتیاوې نه پوره کوي.

دغه هیواد ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا له بهر څخه واردوي او ۶۰۰ میګاواټه له کورنیو سرچینو څخه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG