د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د مخدراتو په ضد کرنیزې پروژې


په پکتیکا کې د مخدراتو په ضد کرهڼیزې پروژې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د پکتیکا د کرنې رياست مسوولين وايي چې د مخدراتو کښت د مخنیوي په موخه یې پدغه ولایت کې د ګڼو کرنیزو پروژې د تطبیق لپاره بېلابېلې طرحې لري.

د کرنې رئيس٬ ابوبکر وویل"د NHLP او نورو برنامو له لارې یې پر ګڼو بزګرانو د مېوه لرونکو ونو نیالګي، د زعفرانو تخمونه او د چرګو فارمونه وېشلي دي او دغه لړۍ لا هم روانه ده."

ابوبکر زياتوي، د مخدراتو د حرام کښت مخنيوي په موخه یې خلکو ته د عامه پوهاوي، روا او قانوني کښتونو سپارښتنې کړې.

ابوبکر وویل "غواړو د پکتیکا په لېرو پرتو ولسوالیو کې چې امنیتي وضعیت یې ښه ندی او ممکن د چرسو بوټي پکې کرل کېږي، خپل پروګرامونه وغځوو او هغوی حلال کښت ته وهڅوو."

یاده دي وي چې پکتیکا کې د نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست د خلکو له سختو نیوکو سره له دې کبله مخ شو چې په دې روستیو کې يې فعالیتونه کم رنګه شوي دي.

XS
SM
MD
LG